سیمه ییز خبرونه

د جي – ۷ بهرنیو چارو وزیرانو روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو صادرول وغندل

ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د جي -۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ د ایران صادرات او د روسیې لخوا د ایران د بالستیک توغندیو پېرودل پر سختو ټکو وغندل.

ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

د جي – ۷ هېوادونو وزیرانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ایران باید سمدلاسه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د غیرقانوني او غیر مشروع جګړې ملاتړ ودروي او د بالیسټیک توغندیو، څارګرو الوتکو او اړوند ټکنالوژۍ لیږد ودروي، چې د اوکراین خلکو او همدارنګه د اروپا او نړیوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

مونږ پخپلو ژمنو ټینګ پاتې یوو، چې ایران به په اوکراین کې د روسیې د غیرقانوني جګړې او ترې د نه منلو وړ ملاتړ حساب ورکوي؛ځکه، چې نړیوال امنیت یې نور هم زیانمن کړی دی. په دې اړه زمونږ له پخوانیو څرګندونو سره سم، مونږ پرېکنده ځواب ورکړو.

ایټالیا اوسمهال د شتمنو صنعتي هېوادونو د جي ـ ۷ ګروپ مشري پر غاړه لري، چې امریکا، جاپان، جرمني، بریټانیا، فرانسه او کاناډا یې غړي دي. – رویټرز

Trending

Exit mobile version