د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه ) ویلي، د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په سوریه کې د پرمختګونو او په غزه کې د حماس لخوا د نیول شویو اسرائیلي او بهرنیو یرغمل شویو د خلاصون د وروستي فشار په اړه خبرې وکړې.
نتنیاهو ویلي، چې هغه د شنبې پر شپه له ټرمپ سره دغزې یرغملو او د سوریې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې، چې د ټرمپ پر وړاندې به د یوې مهمې بهرنۍ ننګونې په توګه رامنځته شي.
د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د حماس تر مشرۍ لاندې اورپکو د ۲۰۲۳ ز. کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د برید په ترڅ کې د اسراییلي-امریکایي دوه ګونی هویت لرونکیو په ګډون ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې یرغمل ونیول. له ۱۰۰ ډېر یرغمل شوي کسان د خبرو اترو او یا د اسرائیلو د پوځ د ژغورنې د عملیاتو له لارې آزاد شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې د چارواکو د څرګندونو له مخې، د اسرائیلو په هوایي او ځمکني یرغل کې شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسان ووژل ل شول، چې ډېري یې ملکي وګړي دي، نږدې ټول نفوس یې بې ځایه او ډیره برخه یې ویجاړه شوه.
د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف تېره اوونۍ سیمې ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی و، چې که په غزه کې یرغمل شوي کسان د ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې خوشې نشي؛ بیا به "ښه ورځ نه وي".
ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې که د واک تر رسیدو مخکې یرغمل شوي کسان خوشې نشي، په منځني ختیځ کې به د ددوزخ یدونکي وو.
د ټرمپ یوه ویاند د یکشنبې پر ورځ د دې اړیکې په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د مصر، قطر او امریکا لخوا یو اوربند ته د رسیدو هڅه، چې د یرغمل کولو تړون هم په کې و په وروستیو اوونیو کې چټک شوی.
نتانیاهو ویلي، چې له ټرمپ سره یې د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: "مونږ د اسرائیلو د بریا د بشپړولو پر اړتیا خبرې وکړې او د خپلو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د هڅو په اړه مو اوږدې خبرې وکړې."
د ولسمشر جو بایډن بهرنۍ اداره د یوې معاملې ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، چې تېره اوونۍ په سیمه کې و؛ د پنجشنبې پر ورځ وویل، چې هغه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه یو شوني تړون نږدې دی.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال جون فینر رویټرز ته ویلي، چې په دې بهیر کې چټکتیا شتون لري.
نتانیاهو ویلي، چې ده او ټرمپ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو وروسته د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.
اسرائیلو په سوریه کې د بشارالاسد له واکه د لرې کیدو راپدېخوا په تېرو څو ورځو کې د سوریې د ستراتیژیکو وسلو پر زیرمو سلګونه بریدونه کړي او خپل سرتېري یې د سوریې دننه یوې غیر پوځي سیمې ته لېږدولي دي.
نتانیاهو په یوه بیان کې ویلي: "مونږ له سوریې سره په جګړه کې ښکېلتیا ته لېواله نه یوو.
هغه زیاته کړې، چې په سوریه کې د اسرائیلو اقدامات له سوریې څخه د احتمالي ګواښونو د شنډولو او زمونږ پولې ته نږدې د ترهګرو عناصرو د مخنیوي لپاره دي."