سوداگري

د جنوبي افریقا او روسیې یوشمېر پانګوالو په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال د جنوبي افریقا پانګوالو د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وایي، چې دوی به د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مرسته کانونه استخراج اود پروسس چارې ترسره کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

نن دوشنبه د چنګاښ څلورمه د جنوبي افریقا یوشمېر پانګوالو، عالمانو او د روغتیا برخې متخصصینو په کابل کې د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره وکتل.

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال د جنوبي افریقا پانګوالو د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وایي، چې دوی به د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مرسته کانونه استخراج اود پروسس چارې ترسره کړي.

دغه راز د جنوبي افریقا روغتیایي څانګوالو ویلي؛ دوی د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د همغږۍ له مخې غواړي، چې په افغانستان کې د روغتیایي سکټور د ملاتړ لپاره یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، چې افغانانو ته په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوبي افریقا پانګوالو، عالمانو او روغتیایي څانګوالو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز تېره ورځ روسي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې د افغانستان د بلخاب پر مسو پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

په دې کتنه کې روسي پانګوالو د پانګونې لپاره فرصتونه مناسب وګڼل او د افغانستان د بلخاب د مسو په کان کې یې د پانګونې لپاره له دې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې د کانونو وزارت چارسمبالي ویلي؛ اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو د پانګې د جلب او جذب لپاره خوندي امنیت او مناسب کاري چاپېریال هغه اسانتیاوې یادې کړې، چې اسلامي امارت ورته برابرې کړي او دوی کولی شي د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې له شرایطو سره سمه پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په کانونو کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره خپلې هڅې ګړدۍ کړې دي.

Trending

Exit mobile version