تازه خبرونه

د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ

اوس د دغه هېواد لومړی وزیر یو ځل بیا وايي؛ هغه افغانان، چې جرمونه کوي له دې هېواده به وشړل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د جرمني لومړي وزیر خبرداری ورکړ؛ هغه افغانان، چې جرمونه کوي له هېواده ایستل کیږي.

د اګست پر دېرشمه جرمني ۲۸ افغانان افغانستان ته راولېږل، چې بېلابېل جرمونه یې کړي وه.

اوس د دغه هېواد لومړی وزیر یو ځل بیا وايي؛ هغه افغانان، چې جرمونه کوي له دې هېواده به وشړل شي.

اولف شولتز په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې ویلي، چې دا ډول هڅې پخوا هم شوې وې. که څه هم پیچلې وې؛ خو بریالۍ وې.

د آلمان لومړی وزیر اولاف شولتز وایي: زمونږ په هېواد کې ډېر شمېر افغان مجرمین ول، چې مونږ بېرته افغانستان ته ستانه کړل. دا پېچلې وه؛ خو مونږ دا کار وکړ. دا پروسه به روانه وي او مجرمین به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړو. مونږ د سوریې د کډوالو لپاره هم همداسې کوو.

دغه راز د ترکیې ولسمشر پدې باور دی، چې د کډوالۍ ضد مبارزه له اسلامه د  ډارولو په حرکتونو کې رېښه لري او په اروپا کې ځینې حرکتونه دا تقویه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: دا هڅه په اروپا کې له اسلامه د ډارونې د ښي اړخو افراطي خوځښتونو لخوا پیاوړې شوې او د مهاجرینو ترمنځ یې اندېښنې راپارولي دي. دا حرکت په اروپا کې دومره پیاوړی شوی، چې اوس په دغو هېوادونو کې د مهاجرینو سوله‌ییز ژوند ګډوډوي. مونږ په ځانګړي توګه اندېښمن یوو.

ایران له افغان کډوالو سره د زور – زیاتي چلند پيل کړی؛ خو په همدې حال کې یې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په ایران کې د کډوالو لپاره بودجه زیاته کړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وایي، کابل په کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو سره انساني چلند غواړي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې؛ په تېر کال کې له پاکستان څخه څه باندې ۷۳۳ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

ویل کیږي، چې په ګاونډ هېوادونو کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط ستونزمن شوي او راستانېدو ته اړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version