نړۍ

د جاپان لومړی وزیر ګوښه کیږي

له امریکا او نورو متحدینو سره د اړیکو د ټینګولو په ګډون د هغه له ځینو سیاسي بریالیتوبونو سره – سره، د داخلي اصلاحاتو د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغی، چې ورسره خلک راوپارېدل.

Published

on

(Last Updated On: )

فومیا کیشیدا، فومیو کیشیدا اعلان کړی، چې هغه به د واکمن ګوند د مشرتابه په ټاکنو کې برخه وانخلي او د لومړي وزیر له دندې به استعفا وکړي.

هغه وایي: ښکاري، چې لیبرال ډیموکراټ ګوند د بدلېدا په حال کې دی او  زه ترې وځم. زه به نور د ګوند مشرتابه ته نوماند نشم.

دغه راز یې ټینګار وکړ، چې له نوي مشرتابه به ملاتړ وکړي.

کیشیدا په ۲۰۲۱ ز. کال کې د جاپان د واکمن لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی و.

له امریکا او نورو متحدینو سره د اړیکو د ټینګولو په ګډون د هغه له ځینو سیاسي بریالیتوبونو سره – سره، د داخلي اصلاحاتو د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغی، چې ورسره خلک راوپارېدل.

له دې مخکې کیشیدا په جاپان کې د اوږدې مودې لپاره د یو بې مینې کس په توګه پېژندل کیده او شهرت یې په ټولټاکنو کې په دوامداره توګه راټیټ شو. د تېر کال په پای کې د ګوند د مالي برخې رسوایۍ د هغه حکومت ولړزاوه، چې له کبله یې د حکومت څلور وزیرانو استعفاوې وکړې.

لیبرال ډیموکرات ګوند په ۱۹۵۵ ز. کال کې له جوړېدا راپدېخوا په جاپان کې پرله‌پسې د واک پر ګدۍ ناست پاتې شوی دی.

Trending

Exit mobile version