تازه خبرونه
د تېر یو کال پر پرتله په امنیتي پېښو کې ۹۰ سلنه کم والې راغلی – محمد یعقوب مجاهد
د اسلامي امارت د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسون مشر او د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد نن ( یکشنبه د مرغومي ۱۰ ) د تېر یو کال لاسته راوړنې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې او څرګندوي، چې د تېر یوکال پر پرتله په امنیتي پېښو کې ۹۰ سلنه کم والې راغلې دی.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي؛ په افغانستان کې د ټولې نړۍ امنیت تامین شوی دی. په تېرو دولس مياشتو کې د تېرو دولس مياشتو پر پرتله د شر او فساد په پېښو کې ٩٠ سلنه کموالى راغلى دى.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ويلي؛ د هېواد په جوماتونو، خانقاوو، دیني علماوو او عامو وګړو په شویو بریدونو کې ټول بهرني اتباع په ځانګړي توګه د تاجکستان او پاکستان هېواد اتباع ښکېل دي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي او دفاعي چارو د کمیسیون په مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي: په افغانستان کې د داعش پروژه نه ریښې لري او نه پایله. د دې پروژې ډیزاینران او سپانسران باید پهدې حقیقت پوه شي.
محمد یعقوب مجاهد وایي: د شر او فساد په اړه دومره باید ووایم، چې د دوی شتون یوازې په مجازي نړۍ کې دی او په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نهلري.
هغه ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغو هېوادونو لسګونه دا ډول کسان په عملیاتو کې وژلي او یا هم نیولي دي.
د محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو له مخې؛ داعش په افغانستان کې نشته. هغه هېوادونه، چې له لارې يي شریر بهرني عناصر افغانستان ته داخلېږي؛ باید خپل ځمکني او هوايي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او پرېنږدي، چې افغانستان ته د دوی له لارې شریر عناصر را داخل شي.
هغه همداراز ویلي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې هرډول نظامي فعالیت بغاوت دی او امنیتي ځواکونه د بغاوت کوونکیو پر وړاندې جدي اقدام کوي.
ده دا هم ویلي، چې په افغانستان کې اوس بشپړ امنیت دی او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
هغه ویلي: په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې سلګونه انسان تښتوونکي نیول شوي او ۲۵ کسان یې وژل شوي دي. ۵۰ کسان د تښتوونکیو له منګولو ژغورل شوي او د تښتونې کچه اوس نږدې صفر ته راکښته شوې ده.
نوموړي ویلي؛ د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر تور ۸۲۸۲ کسان نیول شوي او د مخدره توکو د پروسس ۸۳۴ کارخونې او ۴۴۷۲ ټنه نشهيي توکي او د الکولي مشروباتو د توليد ۵۷ کارځي یې له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړې؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې سلګونه نامسووله وسلهوال او غله نیول شوي او یو شمېر یې وژل شوي دي. امنیتي ځواکونه د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د وسلهوالو او غیرمسوولو غلاوو په ګراف کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي دا هم ویلي، چې کورنۍ او بهرنۍ متعصبې کړۍ غواړي له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي.
هغه زیاته کړې: د دغو متعصبو ډلو لپاره د ناسمو معلوماتو خپرول یو کار و بار ګرځېدلی. دوی له دې لارې غواړي ځانونه خپلو شومو سیاسي او مالي اهدافو ته ورسوي.
د هغه په وينا، ملګرو ملتونه او په ځانګړي توګه امنيت شورا د دغو کړیو د اغراضو ښکار شوي دى.
محمد یعقوب مجاهد وایي: افغانستان د ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له شپږ هېوادونو سره ګډه پوله لري او د ډیورنډ فرضي کرښې سره تړلی دی. په ۳۷ کمپونو کې نږدې ۶۳ پوځي پوستې لرو، ۱۰۸ پوځي مرکزونه او ۶۰۰ امنیتي پوستې له ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو سره د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره په مناسبو او مطلوبو سیمو کې جوړې او فعالې شوې دي. د دغو کړنو په پایله کې زمونږ رسمي او غیر رسمي پولې تر ډېره حده خوندي شوي دي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د پخوانۍ ادارې پاتې شوې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات خوندي او د مسوولینو په لاس کې دي. هغه ادعاوې، چې ګواکې دغه وسلې د ځینو ډلو لاس ته لوېدلې؛ تش تبلیغات او دروغ دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
