تازه خبرونه
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت څرګنده کړې، چې د تېرو ۱۰ ورځو په سېلابونو کې ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.
په تېرو ۱۰ ورځو کې د هېواد ۱۴ ولایتونه د مرګونو او ویجاړوونکیو سېلابونو شاهدان ول. دغو سېلابونو په ځانګړي توګه بغلان، تخار، غور، بادغیس، بدخشان، سیمنګان او فاریاب ولایتونه له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کړل.
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ويلي، چې د دغو سېلابونو د اغېز له کبله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي. دغه راز ۱۴ زره ۹۲۳ کورونه بشپړ او یا څه نا څه ویجاړ شوي او ۶۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي؛ سېلابونو د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې سخت مالي زیانونه اړولي دي. همدارنګه له ۱۷ زره ډېرو کورنیو سره مرسته شوې او پاتې کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.
ویل کیږي، چې د دغې ادارې لهخوا په ورکړ شویو مرستو کې خوراکي توکي، جامې او خیمې شته، چې له سېلاب ځپلیو سره به له مرستو وروسته د سرپناه په برخه کې هم مرسته وشي.