تازه خبرونه
د تکواندو ملي لوبډله په المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی لري
د هېواد د تکواندو ملي لوبډله د المپیک ۲۰۲۰ سیالیو د ګټلو لپاره ښه چمتووالی لري.
د تکواندو فدراسیون چارواکو ويلي، چې اړوند لوبغاړي مو له څو میاشتو راپدیخوا په دې سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.
دغه لوبغاړي پرته له آسانتیاوو، استوګنځیو او مناسبو خواړو؛ په توکیو ۲۰۲۰ المپیک سیالیو کې د ګټلو لپاره چمتووالی نیسي.
د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې غړی فرزاد منصوري؛ د بریالي کیدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، چې د المپیک په سیالیو کې بریالی او تاریخ جوړوونکی شي.
د تکواندو ملي لوبډلې تکړه او د لوړې ونې لرونکی لوبغاړی فرزاد منصوري تر دې دمه په کورنیو او نړیوالو سیالیو کې ۶ د سرو زرو او ۳ د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د فرزاد تر څنګ د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي محسن رضايي، سمیه غلامي او زهره میرزايي هم د جاپان ۲۰۲۰ المپیکلوبو کې له ګډون برخمن شوي او د لوبې د ګټلو لپاره ټاکل شوي، چې په ایران او هرات کې روزنیزې هڅې ترسره کوي.
د تکواندو دغو ملي لوبغاړیو له تېرو ۴ کلونو راپدیخوا په ځانګړي توګه په تېرو څو میاشتو کې هره ورځ په دوه بېلابېلو وختونو کې د هېواد د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي بشیر تره کي تر لارښوونو لاندې روزنه لیدلې ده.
د هېواد د تکواندو ملي لوبډله به له دوه اوونیو څخه په لږ وخت کې د آسیایي هېوادونو له لوبغاړیو سره د اردن پر کوربتوب لوبې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اولمپیک لوبو په تاریخ کې افغانستان یوازې دوه د برونزو مډالونه د چین د بیجنګ د ۲۰۰۸ او د لندن د ۲۰۱۲ کلونو له لوبو روح الله نیکپا او د ځوانانو د تکواندو په کټګورۍ کې د برونزو یو بل مډال ترلاسه کړی دی.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه13 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ11 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول