تازه خبرونه

د تورخم دروازې له لارې زرګونو بندپاتې مسافرو تګ راتګ تر سره کړ

پاکستان د فبرورۍ پر یوویشتمه د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله لار وتړله؛ خو د دواړو خواوو د چارواکو له هغږۍ وروسته د شنبې پر ورځ تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پر مخ هم پرانیستل شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

په زرګونه افغانان د شنبې پر ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته له هغې وروسته راستانه شول، چې د پولې تړلو له کبله په پاکستان کې نږدې یوه میاشت بند پاتې ول.

پاکستان د فبرورۍ پر یوویشتمه د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله لار وتړله؛ خو د دواړو خواوو د چارواکو له هغږۍ وروسته د شنبې پر ورځ تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پر مخ هم پرانیستل شوه.

د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو د یکشنبې پر ورځ سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي؛ د شنبې پر ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۱۹۰۰ یې معتبر پاسپورټونه درلودل.

ډان ورځپاڼې زیاته کړې، چې ۲۱۵۰ نور کسان هم جبري ایستل شوي دي. دغه راز ۱۱۰۰ پاکستانیان هم خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

راپورونه ښیي، چې د پاکستان چارواکي اړ شول، چې د هر فرد اسناد پر لاسي وګوري؛ ځکه، چې د مارچ پر ۳ او ۴ د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو په بهیر کې د آنلاین کډوالۍ سیسټم زیانمن شوی دی.

ډان نیوز دا راپور هم ورکړی، چې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې: یوازې هغه افغانان، چې په پاسپورټونو کې یې د اعتبار وړ ویزې مهر شوې وي؛ پاکستان ته د ننوتلو یا وتلو اجازه به ولري. په داسې حال کې، چې د افغانستان تذکرې لرونکي به په هر قیمت له تېریدو څخه منع شي.

دې محدودیت په سلګونه افغانان په ځانګړي توګه هغه کسان، چې د پولې د بیا پرانیستلو لپاره یې له اوونیو راپدېخوا د تېرېدو تمه لرله؛ مایوسه کړل.

د پولې بیا پرانیستل د دواړو هېوادونو د جرګې د غړو ترمنځ له څو پړاونو خبرو اترو وروسته شوني شول. تېره اوونۍ دوی یوې هوکړې ته ورسېدل او د سې‌شنبې پر ورځ یې لار د سوداګرۍ لپاره پرانیسته.

له هغه وخت راپدېخوا په پوله کې سوداګریز فعالیتونه روان ول.

د ګمرک چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي؛ په تېرو دوه ورځو کې ۷۴۰ لارۍ، چې د ډبرو سکرو، صابون او وچو میوو بار وې له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شوې دي او شاوخوا ۴۵۰ صادراتي موټرونه، چې ۱۳۳ یې د افغانستان ټرانزیټ سوداګریز توکي لیږدول؛ افغانستان ته ننوتل.

Trending

Exit mobile version