تازه خبرونه
د تورخم دروازه له یوولس ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه

د تورخم دروازه له ۱۱ ورځو تړل کېدو وروسته نن (سې شنبه د سلواغې درېیمه ) د افغانستان او پاکستان د استازو تر منځ له غونډې وروسته بېرته پرانیستل شوه.
د تورخم کمیشنر ملا عبدالجبار ويلي، نن سهار د تورخم دروازه د ټولو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
دا سوداګریزه لار له هغې وروسته وتړل شوه، چې پاکستان په یو اړخیزه توګه پر دې لار د تګ راتګ لپاره د موټر چلوونکیو لپاره د ویزې لرل اړین کړل.
له دې مخکې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې تمه ده د تورخم دروازه د سې شنبې پر ورځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ پرانیستل شي.
د ایکسپریس ټریبیون په راپور کې راغلي، چې د روان کال د مارچ تر یودېرشمې پورې به دواړه خواوې له موټر چلوونکیو څخه د ویزو غوښتنه نهکوي.
د یادې ورځپاڼې د خبر له مخې؛ دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د ټرانسپورټ د استازو په ګډون یوه پلاوي د پاکستان سفارت له سوداګریزو استازیو سره وکتل او په تېرو څو ورځو کې یې د دوهیم ځل لپاره د تورخم دروازې د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې پاکستان اوس د افغانستان غوښتنه منلې او د روان کال د مارچ تر پایه به له موټر چلوونکیو څخه د ویزو غوښتنه ونهکړي.