تازه خبرونه
د ترکیې په اوبو کې له ۲۲ ډېر افغانان ډوب شوي

د مهاجرینو چارو وزارت د ترکیې په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه د ترکيې له اړوند چارواکو او ژغورنکیو ډلو څخه یې وغوښتل، چې په دې پېښه کې زمونږ د یو شمېر نادرکه شویو هېوادوالو د موندلو په لټه کې پوره هڅې وکړي.
د مهاجرینو او راسنېدونکیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په ډېر تأسف سره مو خواشینوونکی خبر تر لاسه کړ، چې د ترکیې هېواد د چناککلا ولایت په اړوند اوبو کې د کښتۍ د ډوبېدلو له کبله د ۲۲ هېوادوالو په ګډون ۴۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې او یو شمېر نور تر دې دمه نادرکه او ۴ ژغورل شوي دي.
د دې وزارت د خواشینۍ په پیغام کې راغلي: شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د جنت الفردوس او اقاربو ته یې د زړه صبر غواړو.
د مهاجرینو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې نورو هېوادنو ته دې له مهاجرت څخه ډډه وکړي او د نورو هېوادونو د آبادولو پر ځای خپل هېواد آباد کړي.
یاد وزارت له ټولو هغو افغانانو څخه، چې په بهر کې د مهاجرت شپې سبا کوي هم خپل هېواد ته په خپله خوښه د را ستانېدو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې خپل هېواد ته دې د باعزته او آرمه ژوند کولو لپاره راستانه شي.