نړۍ
د ترکیې ولسمشر اردوغان په ټاکنو کې بریالی شو

رویترز د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې د تېرو دوه لسیزو واکمن ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ په ټولټاکنو کې بریالی شو او د یوه سیمهییز پوځي ځواک په توګه یې بیا هم خپل دریځ پیاوړی کړ.
د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو دا ټاکنې ترټولو ناعادلانه ټاکنې وبللې؛ خو د پایلو په اړه یې مخالفت څرګند نهکړ.
رسمي پایلو وښودله، چې قلیچدار اوغلو ۴۷ اعشاریه ۹ سلنه رایې ګټلي او اردوغان له ۵۲ اعشاریه یو سلنې رایې برخمن شو او دواړه د یو وېشل شوي ملت رایې خپلې کړې.
ولسمشر طیب اردوغان اوس هڅه کوي، چې د ناتو د ۸۵ میلیون وګړیو لرونکي هېواد کورنی، اقتصادي، امنیتي او بهرنۍ پالیسي بیا جوړه کړه.
د هغه دغه پېنځه کلنه واکمني به د مخالفانو لپاره یو لوی ګوزار وي؛ ځکه، چې نوموړی یې یې د دیموکراسۍ پر کمزوري کولو تورن کړی. دا هغه تور دی، چې اردوغان تل رد کړی دی.
رویترز په ډاګه کړې؛ هغه په انقره کې د بریا د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې ټولې شخړې به پریږدي او د ملي ارزښتونو او خوبونو تر شا به کلک ودریږي.
هغه دغه راز د اپوزیسیون پر غړیو هم نیوکې وکړې او د شواهدو له وړاندې کولو پرته یې د ترهګرو پر ملاتړ کولو تورن کړل.
هغه څرګنده کړې: د کرد پلوه ګوند د پخواني مشر صلاح الدین دمیرتاش خوشې کول به، چې هغه یې ترهګر بللی؛ ممکنه نهوي.
اردوغان وايي، چې انفلاسیون د ترکیې ترټولو بېړنۍ مسله ده.
د قلیچدار اوغلو ماتې به د ترکیې د ناتو متحدینو ته ماتم وي؛ ځکه، چې له اردوغان او ولادیمیر پوتین د اړیکو له کبله اندېښمن شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایدن تویت کړی: زه د دوه اړخیزو مسلو او شریکو نړیوالو ننګونو په اړه د ناتو د متحدینو په توګه ګډ کار کولو ته سترګې پر لار یم.
له ترکیې سره د امریکا اړیکې په ناتو کې د سویدن د شاملیدو په اړه د اردوغان اعتراض او همدارنګه له مسکو سره د انقرې نږدې اړیکې او د سوریې په اړه اختلافاتو له کبله خنډینۍ شوې دي.
۶۹ کلن اردوغان په استانبول کې له یوه بس څخه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: نن ترکیه یوازنی ګټونکې ده. زه له خپلو ټولو خلکو مننه کوم، چې يو ځل بيا يې مونږ ته د پېنځه کلونو لپاره د هېواد د حکومت کولو مسووليت راکړ.
اردغان، د اسلامپالو ریښو لرونکي د عدالت او پراختیا ګوند مشر له رای ورکوونکيو څخه غوښتنه وکړه، چې د ژورو اقتصادي ستونزو څخه پام ځانته واړوي.
د اردوغان پلویانو، چې د هغه د استانبول استوګنې مخې ته راټول شوي وه؛ د الله اکبر نارې پورته کړې.
۲۸ کلنې نیسا اردوغان ته ډاډ ورکړ، چې تمه ده هرڅه به ښه شي.
د اردوغان یو بل پلوي میرت نومي ویلي، چې ترکیه به له هغه سره د پېنځه نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي.
دغه ۳۹ کلن میرت، چې له خپل زوی سره دا خوښي لمانځني زیاتوي: د نړۍ په هر هېواد کې ستونزې، خو د ځواکمنې رهبرۍ سره به د ترکیې ستونزې هم له منځه ولاړې شي.
۲۴ کلن بوګرا اوزتوګ، چې قلیچدار اوغلو ته یې رای ورکړې؛ مخالفان یې په بدلون کې پر پاتې راتلو تورن کړل. هغه وایي: زه غمجن او مایوسه یم؛ خو ناهیلی نهیم. زه اوس هم فکر کوم، چې واقعیت او حقیقت خوښوونکي خلک شته دي.
اردوغان د می په ۱۴ د رای اچونې د لومړي پړاو، چې پارلماني ټاکنې هم په کې شاملې وې؛ د خپل ګوند او پلویانو پر بري ډاډمن و او ان زلزله ځپلیو ۱۱ ولایتونو د رایو په سر کې و، چې پارلماني دېرکی یې هم ورپربرخه کړ.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم مبارکي ورکړه او وایي، چې فرانسه او ترکیه له یو بل سره د مقابلې لپاره سترې ننګونې هم لري.
اردوغان، چې کلونه کلونه یې په سیمه کې له ګڼو حکومتونو سره مخالفت درلود؛ په وروستیو کلونو کې یې د پخلاینه دریځ خپل کړی دی.