تازه خبرونه
د ترکیې ناسته وځنډول شوه

د افغانستان د سولې لپاره د استانبول ناسته، چې ټاکل شوې وه د اپریل پر ۱۶ د جمعې پر ورځ په ترکیه کې جوړه شي؛ ځنډول شوې ده.
ترکیه، قطر او ملګري ملتونه په ګډه اعلامیه کې وايي، چې په استانبول کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي او طالبانو ترمنځ لس ورځنۍ ناسته د روان زېږدیز کال د اپریل پر ۲۴ د می تر څلورمې نېټې جوړه او تر سره شي.
په یاده اعلامیه کې ټینګار شوي؛ د غونډې تنظیم کوونکي ژمن دي، چې د یوه خپلواک، آزاد او متحد افغانستان ملاتړ وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د استانبول د غونډې بنسټیزه موخه په افغانستان کې د تلپاتې او درنې سولې لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو روان بهیر ګړندۍ کول دي.
دغه راز په ډاګه شوې؛ دغه ناسته د خبرو اترو له لوریو سره مرسته کوي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي هوکړه وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د اپریل پر ۱۶ په استانبول کانفرانس کې ګډون کولو ته چمتو ندي که د کنفرانس د تر سره کېدو په نېټه کې بدلون راشي؛ دوی به په کې ګډون وکړي او په دې اړه به بیا د پرېکړې جزئیات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو ډاډ څرګند کړی دی.