تازه خبرونه

د ترکیې سره میاشت بې ځایه شویو افغانانو ته خوراکي توکې رالیږي

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مشر پرون جمعه د تلې ۹ ویلي؛ دوی به په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو په ګډون یو لړ بشري مرستې وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان  اچ سي آر)  مشر فلیپو ګرانډي ویلي وه، چې په افغانستان کې تېره میاشت له نښتو څخه شاوخوا نیم میلیون افغانان بې ځایه شوي دي.

د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کینیک ويلي، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو یوه ټولګه لیږل کیږي، چې پر ۱۶۰۰۰ افغانانو به ووېشل شي.

هغه وایي: اوس د خواړو سخت بحران راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مرستې د وچکالۍ، د نړیوالې سوداګرۍ د درېدوه او د بهرنیو مرستو د بندېدو له کبله ترسره کیږي.

د ترکیې د سرې میاشتې مشر څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې یې هم د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې سیمو ته له خلکو سره مرسته کړې او اوس هم مرستې روانې ساتي.

هغه زیاته کړې؛ طالبانو( اسلامي امارت) د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته یو چارواکی ټاکلی، چې د مرستې دا بهیر به ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې له ۲۰۱۸ زېږدیز کال را پدیخوا د افغانستان له خلکو سره د کوچنیو سوداګریزو کارونو د تر سره کولو لپاره د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version