سیمه ییز خبرونه
د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمېر له ۲۸ زره واوښت

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ تر نن سهاره ( یکشنبه د سلواغې ۲۳ ) په ترکیه کې د دغې زلزلې له کبله ۲۴ زره او ۶۱۷ کسان او د سوریې له ۳۵۰۰ ډېر مړه شوي دي.
له زلزلې څخه ۱۳۰ ساعته وروسته اوس هم یو شمېر خلک له ویجاړیو راایستل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د قانون ماتوونکیوپر وړاندې به بشپړ واک وکارول شي
د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس سکای نیوز ته ویلي: شونې ده، چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر له اوسنۍ کچې څخه دوه چنده یا ترې ډېر وي.
هغه زیاته کړې: زه فکر کوم، چې اټکل یې ګران دي؛ ځکه، چې مونږ باید ویجاړۍ بشپړ وکتل شي. ډاډه یم، چې دا به دوه چنده یا ترې ډېر شي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ: مونږ په رښتیا هم تراوسه د مړو بشپړ شمېر معلومول پیل کړی ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې امنیتي ځواکونو له زلزلې وروسته د ګڼو ودانیو د نړېدو له کبله د لسګونه ودانیو قراردادیان نیولي دي.