تازه خبرونه
د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې بهیر ګواښي –خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې بهیر، د سولې هوکړه او هغه بنسټیز پوهاوی ګواښي، چې د روانې جګړې لپاره پوځی حل ناشونی دی!
خلیلزاد په ډاګه کړې، چې د سرغړونو بې بنسټه تورونه او پارونکې څرګندونې سولې ته پرمختیا نه ورکوي او پرځاې یې باید مونږ په جدي توګه د امریکا او طالبانو هوکړې او د امریکا او حکومت ګډې اعلامیې ټولې غوښتنې ومنو او د تدریجي اورکم لپاره خپلې ژمنې له پامه ونه غورزوو.
د تاوتریخوالي لوړه کچه کولې شي، چې د سولې بهیر هوکړه لیک او دغه اساسي پوهاوی وګواښوي، چې پوځي حل شتون نلري. د پام وړ اورکم د اړتیا لپاره پر وروستي بیا تائید سربېره په افغانستان کې تاوتریخوالی په غوني ځیږوونکې کچې لوړ پاتې شوی دی.
د لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ائتلافي ځواکونو د بریدونو په اړه د طالبانو د اندېښنو او نیوکو په لړ کې د دوحې وروستۍ غونډه وشوه.
ټولو خواوو هوکړه کړې، چې د بریدونو او بمبارد کچه به راټیټوي؛ تاوتریخوالی او مرګ و ژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی؛ خو په عمومي توګه په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر دی.
1/9 Unfounded charges of violations and inflammatory rhetoric do not advance peace. Instead, we should pursue strict adherence to all articles of the U.S.-Taliban Agreement and U.S.-Afghanistan Joint Declaration and not neglect the commitment to gradually reduce violence.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) October 18, 2020
زمونږ تمه دا وه او اوس هم دا ده، چې تاوتریخوالی کم او کم پاتي شي.
زمونږ لخوا په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې پر دې تمرکز شوی؛ د بندیانو د وروستیو ډلو د خلاصون په تړاو ورباندې نور ټینګار هم وشو او پدې وروستیو کې یو وار یې بیا هم تائید وشو، چې ټولې غاړې د معاملې ټولو ابعادو ته ژمن دي.
تاوتریخوالی له ډېرې مودې راپدیخو افغانان کړولي او له ډېرو افغانانو څخه یې د هغوی خواخوږي او عزیزان اخیستي، چې د غور ناورین یې وروستۍ بیلګه ده.
مونږ باید له مذاکره شویو مندرجاتو او د وروستي پوهاوي ټکو او محتوا ته ژمن پاتي شو؛ ځکه دا د افغان-وژنې راکمولو او د سولې د تاریخي فرصت د ساتلو لار ده او باید له لاسه ونوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه خوا هم ځان نه ملامتوي او پر یو بل د سولې له تړونه د سرغړولو تورونه پورې کوي.