تازه خبرونه
د تاوتریخوالي د ډېرولو له کبله امریکا پر طالبانو فشار راوړي – راس ویلسن

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن ویلي، چې هېواد یې پر طالبانو؛ ځکه فشار راوړي، چې تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالی د ډېریدو له کبله د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن اندېښمن شوی او او ټينګار کوي؛ پر طالبانو به فشارونه راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.
ویلسن ويلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې او امریکا سپارښتنې په پرلپسې توګه بابیزه ګنلي او په افغانستان کې هدفي وژنې هم د طالبانو کار دی.
ویلسن له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د دوحې له هوکړې سرغړوي.
راس ویلسن وایي: طالبان پر هغه ژمنه ندي ولاړ، چې د فبرورۍ پر نهه ویشتمه یې له مونږ سره کړې ده. مونږ په کراتو له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړی؛ خو له بده مرغه طالبانو زمونږ او ملګرو ملتونو غوښتنې ندي منلي. اوس مونږ پر طالبانو ډېر فشار راوړو. دا د سولې د بري لپاره مهم دي.
ویلسن د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې پر کړنلاره څه ونه ویل؛ خو دا یې ویلي، چې امریکا د افغانستان شرایطو ته په کتو خپل سرتېري وباسي.
هغه زیاته کړې؛ امریکايي او د نړیوال ائتلاف سرتېري دلته د ذخیرې په توکه ساتل کیږي. د وتلو موضوع له هغو شرایطو سره تړلې ده، چې امریکا مخکې اعلان کړي دي.
ویلسن ويلي، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه داسې هڅو ته اړتیا لري، چې مطلوبې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د ژنیو په غونډه کې له افغانستان سره د میلیاردونو دالرو مرسته له اداري فساد سره پر مبازره مشروطه کړې ده.
هغه په دې اړه وایي: مونږ له چارواکو سره ګډ کار کوو او هغه پیسې، چې ځينو کسانو په فساد کې ټولې کړي بېرته تر لاسه پر سمه لار ولګول شي.
ویلسن وايي، چې د سولې لپاره د خبریالانو، سوداګرو، د شورا له غړیو او د مدني ټولنې له استازیو سره خبرې کوي او نظرونه یې راټولوي.