تازه خبرونه

د بې حجابه ښځو پلرونو ته به سزا ورکړ شي ـ اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د نهی عن المنکر وزارت ویلي؛ د هغو ښځو ورور او پلار ته، چې خویندې او لوڼې یې اسلامي حجاب نه مراعتوي سزا ورکړ شي.

یاد وزارت نن  په یوه رابلل شوې غونډه کې د اسلامي حجاب په نوم نوې لارښود په ډاګه کړ، چې له مخې یې ښځې پر مخ پټولو مکلفې شوې دي.

دغه فرمان په کابل کې يوې رابلل شوې غونډې ته ولوستل شو.

په فرمان کې راغلي: که بدن په هر ډول جامو پوښل شوی وي، حجاب ګڼل کېږي؛ خو باید دومره نرۍ نه وي، چې بدن یې ترې ښکاره شي او نه باید دومره تنګې وي، چې د بدن غړي یې راوباسي.

د فرمان له مخې که ښځه له کوره بهر خپل مخ پټ نکړي، پلار او یا تر ټولو نږدې نرینه خپلوان یې زنداني او یا له دولتي دندو ګوښه کېدای شي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي، چې که کومه ښځه حجاب ونکړي؛ لومړی به ورته نصیحت او خبرداری ورکړ شي، دوه یم ځل احضارېږي، درېیم ځل درې ورځې بند او څلورم ځل باید محکمې ته حاضر شي.

په دې حکم کې دا هم راغلي: هغه ښځې، چې په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعاتوي له دندې به ګوښه شي.

که د حکومتي مامورینو او منسوبینو میرمنې او لوڼې حجاب ته پام نکوي؛ د پلرونو او ورونو دندې به یې وځنډیږي.

په دې حکم کې راغلي، چې چادري  په هېواد کې له پېړیو را پدیخوا د افغان باعزته فرهنګ برخه ده او د شرعي حجاب بهترین ډول دي. دغه راز تور رنګه مروجه جامه هم حجاب بلل شوی؛ خو پدې شرط، چې تنګ او چسپ نه وي.

په فرمان کې ویل شوي، چې زړې ښځې او ځوانې نجونې مستثنی دي؛ خو دا یې هم ویلي، چې که ښځې له کوره بهر کوم مهم کار ونلري غوره ده، چې په کور کې پاتې شي.

اسلامي امارت له دې مخکې هم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې پر ښځو او نجونو ورته بندیزونه لګولي، چی وروسته بیا د هلکانو او نجونو درسي ورځی بېلې شوې.

دغه راز ویل شوي وه؛ هغه ښځې، چې د سفر پرمهال یی مخ نه وی پټ کړی موټرچلوونکی یی باید له وړلو ډډه وکړي.

امرباالمعروف وزارت، ستره محکمه، د استخباراتو عمومي ریاست؛ د کورنیو چارو وزارت او نور اړوند  بنسټونه موظف شوي، چې دغه حکم تطبیق کړي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت له نهه مياشتو واکمنۍ وروسته بالاخره روښانه کړه، چې ښځې له کوره بهر د زدکړو، ګرځيدو او دندو پر وخت باید څه واغوندې او څنګه حجاب وکړي.

Trending

Exit mobile version