تازه خبرونه
د بېلاروس استازو د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل
لوکا سیویچ د خپل حکومت هوډ څرګند کړ، چې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو بنسټ کېدي. شېر محمد عباس ستانکزي کابل ته د نوموړي سفر د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو ښه پیل وباله.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
لوکا سیویچ د خپل حکومت هوډ څرګند کړ، چې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو بنسټ کېدي. شېر محمد عباس ستانکزي کابل ته د نوموړي سفر د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو ښه پیل وباله.
دغه راز د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د بېلاروس د صنعت له مرستیال کازینتاسو اندرو د څرګندونو له مخې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې خبرو اترو کې د متوازنې سوداګرۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ناستې په بهیرکې دا هوکړه هم وشوه، چې د دواړو خواوو ترمنځ به د “سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو” لپاره ګډ نندارتونونه او سوداګریزې ناستې ترسره شي.