لوبی

د بیجنګ مینوال د ژمني المپیک مراسم د کرونا تر سیوري لاندې نمانځي

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز د راپور له مخې؛ د بیجینګ اوسیدونکیو د جمعې پر ورځ د ۲۰۲۲ ژمني المپیک مراسمو نمانځنه په داسې حال کې د کرونا تر اغېز لاندې پیل کړي، چې پرې له بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګېدلي.

که څه هم د کرونا اومیکرون نوې بڼه په ټوله نړۍ کې ګړندۍ خپریږي؛ خو چین اوس هم د “صفر کوویډ” پالیسي ته ژمن دی. د ژمني اللمپیک ترسره کوونکيو تېره میاشت پرېکړه وکړه، چې پر خلکو د دغو لوبو ټکټونه ونپلوري؛ ځکه، چې سیالان او نور پرسونل له “تړلې کړۍ ” وتلي ساتل شوي وه.

د چين د پلازمېنې په یوه چوک کې څه د پاسه سل اوسيدونکي راټول شول، چې له لرې څخه دغو لوبو د پیل ننداره وکړي.

دغه مراسم د بیجینګ په المپیک لوبغالي ( مرغۍ ځاله) کې پیل او د شي له وینا وروسته د  ۲۰۰۸ زېږدیز کال د لوبو پر مجازي یخ او واورو پرې د سره رنګه جامو لرونکي “سکیټرز” تېر او انځوریز شول.

۵۷ کلن تان یوپینګ وایي: زه ډېر خوښ یم؛ ټولو ته وګورئ، د ټولو ولولې راپارېدلي دي. دوی رپي او بیرغونه پورته کړي او هڅونه کوي.

د جانګ کیائو په ګډون د سپورت نور مینه وال په یوه سیمه ییز بار کې راټول شول.

نوموړي څرګنده کړې؛ دا ځل لوبه زمونږ د کور تر دروازې رارسېدلې ده. زه هیله من یم او غواړم د لوبې لیدو ته ولاړ شم او لوبغاړي وهڅوم؛ خو….

د ژمني اولمپيک لوبې، چې د فبرورۍ پر ۴ پیل شوي تر ۲۰ نېټې به روانې وي.

Trending

Exit mobile version