تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته روان شو
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یو سیاسي او سوداګریز پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس عبدالمتین سعید او د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر دیپلوماتانو پاکستان ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د جمعې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ او هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو کتنو سربېره د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امیر خان متقي به د پاکستان له اړوند چارواکو سره په خپله لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي مسایلو او د سیمې پر ثبات خبرې وکړي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پاکستان د یوه سوله ییز، سوکاله، باثباته او متحد افغانستان غوښتونکی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ دواړه خواوې د سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، ارتباطاتو، سولې او امنیت په برخو کې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې څېړي او پاکستان د یو سوله ییز، سوکاله، باثباته او متحد افغانستان غوښتونکی دی. پاکستان ژمن دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامداره تعامل روان وساتي. پاکستان به د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره دوامداره اړیکې ولري.
کارپوهان دا ډول سفرونه او لیدنې له ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او پراخولو لپاره مهم ګڼي.
پاکستان په وار وار له افغانستان څخه د پاکستانيو طالبانو د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغو د له منځه وړلو لپاره یې له اسلامي امارته د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون رد کړ او ویلي یې دي، چې د افغانستان جغرافیه هیڅ هېواد ته ګواښ نهده. له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر هم د یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلې وه او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
په پاریس نندارتون کې د افغان زعفرانو کلنی تړون لاسلیک شو
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.
د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا تړون به په نړیوال ډګر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د افغانستان زعفران یو له هغو محصول څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د کیفیت له پلوه په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای خپل کړی.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.
ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان روغتیايي سیسټم د اندېښنې وړ دی – اوچا
اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د هېواد روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې دی او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.
دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او خنډونو زیاتوالی یو له هغو عواملو ګڼي، چې په تېرو درېو کلونو کې یې دغه کړکېچ نور هم پیاوړی کړی دی.
د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ ز. کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده.
اوچا د بانکدارۍ په سکټور کې د ګډوډۍ او د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د ناڅاپه ځنډ له کبله رامنځته شوی سخت اقتصادي زوال، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړوالی، بېېوزلي او وچکالي په هېواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړل.
په دې شننه کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت له ۳۹۲ اوامرو څخه ۷۱ یې په بشردوستانه چارو کې د افغان ښځو ګډون په مستقیمه توګه پر نښه کړی دی.
اوچا وايي، چې د اسلامي امارت دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د پام وړ ننګونې رامنځته کړې دي.
په دې شننه کې راغلي، چې د مرسته کوونکیو هېوادونو لخوا د بودجې کمېدا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د اوسنيو بشري فعاليتونو ساتل ناشوني کړي.
دا په تاسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه یاده کړې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال په افغانستان کې د اوبو لګولو سلګونه ډندونه جوړ شول
-
تازه خبرونه2 days ago
په پغمان کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي
-
سوداگري2 days ago
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی
-
نړۍ2 days ago
پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران
-
تازه خبرونه3 days ago
له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي
-
روغتيا2 days ago
په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري – یونیسف