تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې لوی ښارونه هم وګواښل شي ـ راپور

Published

on

(Last Updated On: )

لاس انجلس ټایمز د دوه امریکایي قومندانانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د واشنګټن روان فشار باید په راتلونکیو دوه میاشتو کې شل کلنه شخړه پایلې ته ورسوي او که نه جګړه به په افغانستان کې  زور واخلي او وسلوال طالبان کولی شي لوی ښارونه هم وګواښي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک کنزي ویلي؛ که مونږ وتلو او له طالبانو سره کومه هوکړه ونه شوه؛ زه فکر کوم، چې د افغانستان حکومت به د ښارونو د ساتنې لپاره په سختو جګړو کې ښکېل شي.

دا خبرې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې جنرال مک کینزي اوړمه ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو لوریو د سولې بهیر، اوسنی امنیتي وضعیت او د افغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پر ملاتړ خبرې کړې دي.

دواړو لوریو په ټول هېواد کې پر روان تاوتریخوالي هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه راز د پرېکنده ملاتړ ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر خبرداری ورکړی، چې د امریکا وتل دا معنا لري، چې د افغانستان وسلوال ځواکونه په ځانګړي توګه هوایي ځواک به له ستونزو سره مخ شي.

میلر ویلي، چې طالبان د امریکایي پر وتلو ټینګار کوي.

میلر په دې اړه وایي؛ هغوی تاوتریخوالی کاروي او غواړي هر څه د ځان پر ګټه راوڅرخوي.

د جنرال میلر د څرګندونو له مخې؛ طالبان پدې ټینګار کوي، چې امریکا د می د لومړۍ نېټې پرېکړې ته غاړه کېدي او ووځي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې تر دې دمه پرېکړه نده کړې، چې آیا په افغانستان کې د سرتېرو شتون وغزوي او که په له ټاکلې نېټې سره سم ووځي.

د هوکړې له مخې؛ امریکا خپل سرتېري ۲۵۰۰ ته راکم کړي؛ خو د یکشنبې پر ورځ نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې امریکا په افغانستان کې ۱۰۰۰ نور سرتېري هم لري.

نیویارک ټایمز د متحده ایالاتو او افغان چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو شمېر د تېر ورکړ شوي راپور په پرتله ډېر دي.

راپور په ډاګه کړې، چې دا مهال په افغانستان کې ۳۵۰۰ امریکايي سرتېري میشت دي. پداسې حال کې، چې امریکا د دوحې د تړون له مخې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته رارسولی و.

نیویارک ټایمز په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې د دې هېواد ځانګړي ځواکونه شامل ندي.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، د امریکا ځینې لنډمهالي واحدونه په ۲۵۰۰ سرتېرو کې حساب شوي ندي.

یوه بل چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي؛ په دې ځواک کې د ځانګړيو عملیاتو قومندې واحدونه شامل دي، چې ځینې یې د پنټاګون او سي آی اې تر څارنې لاندې د اردو ځانګړي ځواکونه دي.

Trending

Exit mobile version