Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه ځانګړې پرېکړه ونه شوه- ناټو

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۰)

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې بیا هم له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په تړاو ځانګړې پرېکړه ونشوه.

د ناټو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې ویلي، چې په یوه مناسب وخت کې به له افغانستان ووځي.

د ناټو سرمنشي  ینس ستولتنبرګ وایي: د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه وروستۍ پرېکړه ونکړه؛ خو د دې ځواکونو خوندیتوب د ټولنې په لومړیتوب کې دی. مونږ به په راتلوونکیو ورځو او اوونیو کې پوره سلا مشورو ترسره کړو او د یوه شریک په توګه به پرېکړه وکړو او همکاریو ته به دوام ورکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې وویل، له ناټو سره به په  مشوره کې له افغانستان څخه په یوه مناسب وخت کې سرتېري ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  انټوني بلینکن وایي: همغږي به شو او، چې وخت مناسب و؛ مونږ به په ګډه ووځو، متحدین او شریکان د زدکړې ماموریت له لارې په پرېکنده توګه اوږد مهاله امنیت او ټیکاو ته ژمن دی. مونږ ته به ډاډ را کړ شي، چې نور د افغانستان له خاورې پر امریکا او متحدینو یې د برید لپاره ګټه نه اخیستل کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې خبرو له پرمختګونو سره غوټه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس  ویلي: مونږ له افغانستان څخه په مشروطه توګه د ځواکونو د ویستو غوښتنه لرو؛ خو د ځواکونو د وتو مسئله باید د سولې له خبرو او له ټولو مهمه د سولې خبرو له بریالیتوب سره تړاو ولري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو فزیکي حضور ته اړتیا نلري، بلکې مالي مرستو ته یې اړتیا ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار  حمدالله محب وایي: زه ډاډه یم، چې  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي له خپل هېواده  دفاع وکړي؛ ما مخکې هم دا ویلي، چې نور د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو بحث ندی، بلکې دا مالي ستونزه ده، چې ور سره مخ یوو.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له مخې، بهرني ځواکونه باید د مې په میاشت کې له افغانستان ووځي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د هوکړه لیک د څېړنې په حال کې دي.

له دې مخکې د ناټو دفاع وزیرانو هم له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په اړه ناسته درلوده؛ خو په  کې پر ځواک ایستلو پرېکړه ونشوه.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!