بلخ @ps

د بلخ خلکو د ولسي وګړیو پر وژنه اعتراضي لاریون کړی

Published

on

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسیدونکیو اعتراضي لاریون کړې او ادعا کوي، چې پرون ماښام / د سلواغې ۵ د دې ولسوالۍ د اړوند سیمې پر یوې ملکي کورنۍ هوایي برید شوی؛ اووه غړي یې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکي د دغه برید په اړه څه ندي ویلي او دا هم روښانه نده، چې دغه برید چا او ولې کړی دی.

د سیمی اوسیدونکیو د قربانیانو جسدونه له بوکه کلي څخه د ولسوالۍ مرکز ته رالیږدولي او د بلخ – جوزجان لویه لار یې تړلې ده.

ځايي خلکو تایرونه وسوځول او د حکومت ضد شعارونه یې ورکړل.

دوی دا ټینګار هم څرګند کړی؛ تر هغې، چې د پېښې عاملان ونه نیول شي؛ دوی به خپل مړي ښخ نکړي.

 په مړو کې ۵ ښځې او یو ماشوم هم شته.

شاهین ۲۰۹ قول اردو په بلخ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو پخلی کوي؛ خو د جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازي ګل رحمن همدرد د ملکي وګړیو په نښه کول د منلو وړ نه بولي او له حکومت غواړي، چې د دغو پېښو مخه ونیسي.

د ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې؛ د وزارت یو پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی، چې د بلخ ولایت د بوکه په کلي کې د ملکي تلفاتو د ادعاوو څېړنه وکړي. وروسته به بیا پېښه وڅارل شي.

Trending

Exit mobile version