تازه خبرونه
د بشري حقونو د څار ادارې د کرکت له نړیوالې شورا د افغانستان د غړیتوب ځنډولو غوښتنه وکړه
د بشري حقونو د څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا (ICC) غوښتي، چې د تبعیض ضد خپله پالیسي له مخې په ICC کې د افغانستان د غړیتوب وځنډوي.
د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۶ ) د بشري حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې د کرکت له نړیوالې شورا غوښتي، چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې د افغانستان غړیتوب وځنډوي.
د دې بنسټ د نړیوالو نوښتونو مشرې مینکي وردن ویلي: تر هغې، چې ښځې او نجونې ښوونې، روزنې او سپورت ته راستانه نشي؛ په سیالیو کې د افغان لوبډلې د ګډون مخه باید ونیول شي.
په نیویارک کې د میشتې دغې نادولتي ادارې، چې د بشري حقونو په اړه څېړنې او ترې ساتنه کوي؛ دا غوښتنه د آسترالیا د کرکت له پرېکړې وروسته کوي، چې په عربي متحده اماراتو کې دوه میاشتې وروسته د افغانستان پر وړاندې یې له یو ورځنیو سیالیو څخه د ملي لوبډلې د وتلو پرېکړه وکړه.
د آسترالیا کرکت په ډاګه کړې، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نرینه وو لپاره د لوبې له ودې ملاتړ ته ژمن دی.