نړۍ
د بریتانیا لومړۍ وزیرې له خپلې ۴۵ ورځنۍ دندې استعفا وکړه

(Last Updated On: )
د بریتانیا لومړۍ وزیره لیز تریوس واک ته له رسېدو ۴۵ ورځې وروسته له دندې ګوښه او د هېواد په تاریخ کې تر ټولو لنډ مهاله لومړۍ وزیره یاده شوه.
د هغې د استعفا لامل هغه اقتصادي پروګرامونه ښودل شوي، چې تېره میاشت یې هېوادنی اقتصادي سیستم ولړزاوه او د هغې په محافظه کار ګوند کې ترې ناندرې رامنځته شوې.
تریوس ومنله، چې د ګوند اعتماد یې له لاسه ورکړی او خپلې ټاکنیزې ژمنې نشي پوره کولی.
تریوس وایي: زه دا منم، چې د محافظه کار ګوند لخوا د انتخابېدو ژمنې نشم عملي کولی. له همدې کبله ما له پاچا سره خبرې وکړې او هغه مې د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه له خپلې استعفا خبر کړ.
ترس د سپتمبر پر شپږمه د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړی و.
د هغې د ځایناستې لپاره به په راتلونکې اوونۍ کې ټاکنې تر سره شي.