نړۍ
د برازیل په جنوب کې د یوه ښوونځي ۹ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د چارشنبې پر ورځ د برازیل په جنوبي ښار کې یو کس تبر پر لاس د یوه ښوونځي له دیوال واوښت او پر لوبو بوخت څلور ماشومان یې ووژل او پېنځه نور یې ټپیان کړل.
د برازیل د سانتا ایالت امنیتي مشر مارسیو آلبرتو فیلیپي خبریالانو ته ویلي؛ دغه ۲۵ کلن کس له دې وحشته وروسته ځان پولیسو ته سپارلی دی.
رویترز د پولیسو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د دوه ۴ کلنو او یوه ۵ کلن ماشوم په ګډون درې هلکان او یوه نجلۍ، چې ۷ کلنه وه؛ وژل شوي دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ څلور ټپي ماشومان، چې له ۳ څخه تر ۵ کلونو عمرونه لري په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي حالت یې ښه دی. په داسې حال کې، چې پېنځم ماشوم لږ څه ټپي شوی دی.
د ماشومانو ناهیلو میندو او پلرونو له پېښې وروسته ځانونه د ښوونځي دروازې ته ورسول او هر یوه فکر کاوه، چې په قربانیانو کې به یې ماشوم وي.
یوه پلار خبریالانو ته ویلي: د خدای شکر دی، چې لور مې د قربانیانو په ډله کې نه وه.
هغه زیاته کړې؛ لور مې په فزیکي توګه ښه ده؛ خو له رواني اړخه پوره زیانمنه شوې. زه به څنګه دا ( وحشت) د هغې له سره وباسم؟!
پولیسو ویلي، بریدګر نه یوازې پر تاوتریخوالي، بلکې د مخدره توکو پر کارولو هم تورن پېژندل شوی دی. ان په ۲۰۲۱ کال کې یې خپل ناسکه پلار هم پر چاړه وهلی و.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا برید نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې وشو، چې یوه ۱۳ کلن زدهکوونکي د ساو پاولو په یوه ښوونځي کې یو ښوونکی پر چاړه ووهه او پېنځه نور کسان یې ټپیان کړل.
ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا دغه برید یو وحشت یاد کړی دی.
نوموړي تویت کړی: دا ډول وحشت د منلو وړ ندی؛ د ماشومانو پر وړاندې دا یو له کرکې او وحشته ډک عمل دی.