تازه خبرونه
د باثباته نظام لپاره عدالت په پام کې ونیسئ – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي مارت رهبر ویلي، چې د اسلامي امارت مسوولان باید له تېر څخه عبرت واخلي او د غفلت پر خوب ویده نشي؛ ځکه نظام د غفلت له کبله ړنګېیږي.

د اسلامي امارت رهبر په کندهار کې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ که چارواکي عدالت تامین نکړي، نظام به باثباته پاتې نشي.
د اسلامي مارت رهبر ویلي، چې د اسلامي امارت مسوولان باید له تېر څخه عبرت واخلي او د غفلت پر خوب ویده نشي؛ ځکه نظام د غفلت له کبله ړنګېیږي.
د اسلامي امارت رهبر مولوي هبةالله اخوندزاده د حکومت له چارواکو وغوښتل، چې حق حقدار ته وسپارئ، له خودغرضۍ، قوم پالنې او تعصب څخه ډډه وکړئ او پر قدرت او مقام غره نشئ؛ دوستي او دښمني دې د خدای د رضا لپاره وکړي.
مولوي هبةالله اخوندزاده وايي، سره له دې، چې مجاهدینو د روسانو پر وړاندې بریا خپله کړه؛ خو د واک ترلاسه کولو لپاره یې یو له بل سره جګړه وکړه او د اسلامي نظام د رامنځته کېدو مخه یې ونیوله.
هغه زياته کړې؛ چارواکي بايد عدالت تامين کړي او که عدالت تامين نشي، نظام به هم پاتې نشي.
د اسلامي امارت د رهبر د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان پر خلکو څلوېښت کاله ظلم شوی او اوس باید له دوی سره د هغوی د دنیا او اخرت د ښه کولو لپاره مرسته وشي.
نوموړي پر مسوولانو غږ وکړ، چې د عامه شتمنیو ساتنه وکړي.
دغه راز یې له خلکو وغوښتل، چې مسوولینو او د اسلامي امارت رهبرس ته دعاوې وکړي، چې پر کږه او ناسمه لار ولاړ نشي.
د یادونې ده، چې درې کاله مخکې د زمري پر څلیریشتمه امریکایي ځواکونه له هېواده ووتل او اسلامي امارت یو ځل بیا د افغانستان واکمن شو.