تازه خبرونه

د ا.ا په منځګړیتوب پاکستاني حکومت او تحریک طالبانو لنډمهاله اوربند ته زمینه برابره کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د خبرو کوربه و او دواړو خواوو پر لنډمهاله میاشتني اوربند هوکړه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی، چې اسلامي امارت د پاکستان د کابینې او پاکستانيو طالبانو د استازیو د خبرو کوربتوب کړی، چې د مذاکراتو په بهیر کې پر اړوند موضوعاتو سربېره د پام وړ پرمختګ ترڅنګ پر لنډمهاله اوربند هم توافق شوی دی.

نوموړی په ډاګه کړې: د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې کابل د دواړو لوریو ترمنځ د بریالۍ خبرو لپاره په ښه نیت کار کوي او پر دواړو خواوو یې غږ وکړ چې زغم او انعطاف ولري.

پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ، چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید او نور پاکستاني پوځي چارواکي له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره کابل ته راغلي دي؛ خو دا خبر کومې رسمي ادارې ندی تائید کړی.

په افغانستان کې د جمهوریت له راپرځېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان د حکومت پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړ او په پاکستان کې یې د اسلامي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

پاکستانيو رسنیو هم اوس خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند خبریالانو ته ویلي، چې له خبرو وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ دوه ورځنی اوربند وشي.

Trending

Exit mobile version