تازه خبرونه

د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د ملا عبدالسلام حنفي پر مشرۍ مسکو ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: )

د لومړي وزیر د دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي مسکو ته سفر کړی دی.

مسکو د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه دی، چې د اسلامي امارت استازي ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړ شوې.

اسلامي امارت وایي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په ګټه هڅه وشي او غواړي د نړۍ له هېوادونو سره رسمي تعاملات ولري.

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: امریکا د مسکو په خبرو کې ګډون نکوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د مسکو د خبرو بڼه ګټوره او جوړېدونکې ده او په کې ګډون ته لیواله یو؛ خو دا مهال د دې اوونۍ په خبرو کې د برخه اخیستو جوګه نه یو.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې هېواد به یې د افغانستان په اړه د اسلامي امارت له پلاوي او د پاکستان او چین له استازیو سره ناسته ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا هم د افغانستان د بهرنیو اړیکو په اړه د چارواکو د تېرې اوونۍ پر سفرونو بحث او خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version