تازه خبرونه
د ا.ا.ا پلاوی د افغانستان په اړه د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ مسکو ته رسېدلی، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د راتلونکي په اړه په جوړېدونکې ټرویکا غونډه کې ګډون وکړي.
په کابل کې د روسیې سفارت ویلي، چې نن (چارشنبه د تلې ۲۸ / د اکتوبر ۲۰) د افغانستان د حالاتو په اړه یوه لویه نړیواله غونډه جوړيږي.
د سرچینې خبرپاڼې زیاته کړې؛ په دې غونډه د کورني سیاست په ګډون له شخړو وروسته رامنځته شوي شرایط، چې د دغه هیواد بیارغونې لپاره اړین دي څېړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې غونډې ته د افغانستان ی د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بهرنیو چارو ، اقتصاد ، صنعت او سوداګرۍ وزیران او نور لوړپوړي چارواکي ورغلي دي.
دې ناستې ته، چې د افغانستان پر راتلونکي راڅرخي د ا.ا.ا، روسیې، چین، هند، ایران، د منځنۍ آسیا د حکومتونو او پاکستان په ګډون ۱۱ هېوادونه بلل شوي دي.