تازه خبرونه
د ا.ا.ا له تور نوملړه د ا.ا د مشرانو د لرې کولو په اړه د روسیې له دریځه هرکلی کوي

(Last Updated On: )
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تور نوملړه د اسلامي امارت د مشرانو نومونو د لرې کولو په اړه د روسیې د ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې نورد جګړې څپرکي پای ته رسیدلی؛ نړۍ باید له افغانستان سره په خپلو اړیکو او تعامل کې مثبت بدلون راولي.
ولادیمیر پوتین ویلي وه، چې هغه له تور نوملړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو نومونو د لرې کولو په اړه غور کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.