تازه خبرونه
د ا.ا.ا د کابینې یو شمېر نور وزیران او مرستیالان هم اعلام شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې یو شمېر پاتې وزارتونو او مرستیالۍ ته د نويو څانګوالو د ټاکنې نوملړ وړاندې کړ.
مجاهد نن (سې شنبه د وږي ۳۰ / د سپتمبر ۲۱) څرګنده کړې؛ د کابینې مشرتابه پرېکړه کړې، چې د وزارتونو چارواکي به د خدماتو وړاندې کولو لپاره سمدستي خپل فعالیتونه پیل کړي او له همدې کبله د د هغوی د لوړې مراسم لغوه شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د تخصص معیار به د نورو ادارو لپاره هم په پام کې ونیول شي.
د اسلامي امارت د کابینې د نویو غړیو نوملړ په لاندې ډول دی:
- د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هېواد ملي سوداګر حاجی نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.
- د بغلان ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.
-د سرپل ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
- ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.
- ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.
- داکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د دوه یم مرستیال په توګه
- صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
- ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.
- انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټي د سرپرست په توګه.
- انجنیرمجیب الرحمن عمر د برښنا او انرژي وزارت د مرستیال په توګه.
- حاجی غلام غوث د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه.
- ډاکټتر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه.
- ګل زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
- قومندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت د مرستیال په توګه.
- دوکټور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه.
- انجنیر نجیب الله د اټومي انرژۍ د مشر په توګه.
- حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.
د اقتصادي ستونزو په اړه مجاهد څرګنده کړې؛ مونږ له ټولو ډیپلوماټیکو لارو هڅه کړې، چې کنګل شوي اسعار او زیرمې مو خپلې شي.
د ښځو د کار او زد کړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مجاهد ویلي، چې د نجونو د متوسطه ښوونځیو د بیا پرانستلو او دغه راز د ښځو د کار غوښتنو ته پر لاسرسی کار روان دی.
له بلې خوا په هېواد کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنو ته داسې ځواب ورکوي: رسنۍ د افغان ټولنې یوه مهمه برخه ده او دوی د رسنیو د ستونزو د پوره حل په لټه کې دي.
هغه زیاته کړې: په ولایتونو کې ننګونې شته او د حل لپاره یې پوره کار روان دی.
د نړیوالو سوداګریزو الوتنو د پیل په اړه مجاهد ویلي، چې د کابل هوایي ډګر مرکزي رادار خراب و او د جوړولو کار یې څه نا څه بشپړ شوی، چې له دې وروسته به نړیوالې سوداګریزې الوتنې بیا پیل شي.
د داعش مجاهدینو د فعالیتونو په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ داعش د هېواد په کومه برخه کې فزیکي شتون نلري.
هغه وایي: داعش په عراق او سوریه کې دی، دلته شتون نلري.
نوموړي د ننګرهار د وروستيو چاودنو په اړه ولس ته ډاډ ورکړی، چې د داعش د سرپورته کولو د مخنیوي هڅې نورې هم چټکې شوې دي.
مجاهد زیاته کړې: داعش؛ ځکه ګواښ ندی، چې فکر يې په افغان ولس کې منل شوی ندی، څوک يې ملاتړ نکوي او په تېرو وختونو کې مونږ د داعش پر ضد اغېزناکه مبارزه کړې او پر له منځه وړلو یې هم پوهیږو.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ګمارنو کې تر ډېره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې له بشپړېدو سره به یې د حکومت چارې نورې هم ښې او کابینه معیاري شي.
تازه خبرونه
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زدهکړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»
احمد الشرع، چې دا مهال د سوریې مشر دی ویلي، چې د دوی او اسلامي امارت تر منځ ډېر توپیرونه شته دي.
احمد الشرع ویلي: د سوریې او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ ډېر توپیرونه شته؛ زمونږ د حکومت کولو طریقه بېله ده. افغانستان یوه قومي ټولنه ده، چې سوریه ورسره توپیر لري. خلک یې عین فکر نلري. د سوریې حکومت او حاکم نظام به د سوریې له تاریخ او کلتور سره مطابقت ولري.
هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زدهکړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»
د سوریې واکمن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د الکولي مشروباتو څښل جواز لري وویل: "ډېر شیان شته، چې زه یې د خبرو کولو حق نلرم، چې په اړه یې خبرې وکړم؛ ځکه هغه قانوني مسایل دي."
هغه زیاته کړې، چې د سوریې د اساسي قانون د لیکلو لپاره به د حقوقي کارپوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه شي. دوی به پرېکړه وکړي. هر واکمن یا ولسمشر باید له قانون پیروي وکړي.
اسلامي امارت تر دې دمه د افغانستان په اړه د احمد الشرع د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له درې کلونو راپدېخوا له زدهکړو بې برخې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
تازه خبرونه
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د دوه ترافیکي پېښو له کبله، چې په کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان دي؛ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړی، چې ژر تر ژره د دغو دواړو پېښو په اړه څېړنه وکړي، کره لامل یې پر ګوته او د دا ډول تراژیدو د بیا تکرار مخه ونیسي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني د مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۴۷ کسان مړه او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.
دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې (چارشنبه د قوس اتهویشتمه) د دوه ٥٨٠ مسافر وړونکیو بسونو د تېلو له ټانکر او بار وړونکي لارۍ سره د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
له دغو پېښو څخه يوه يې د غزني ولايت د مرکز په شهباز سيمه او بله يې د دغه ولايت د اندړ ولسوالۍ په ناني بازار سيمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې د دغو ټرافیکي پېښو له کبله یو شمېر ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
لوبی5 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
نړۍ4 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
روغتيا3 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري