تازه خبرونه
د ا.ا.ا د لومړي وزیر دوه یم مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د لومړي وزیر دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.
نوموړي نن شنبه د تلې ۲۴/ د اکتوبر ۱۶ زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو پلاوي به د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سوداګرۍ پر پراختيا، ټرانزيټ، اوسپنیزې کرښې او ۵۰۰ کیلو ووټ برښنا مزي بحث او خبرې وکړي.
په دې پلاوي کې له عبدالسلام حنفي سره د چارو ادارې مشر، د لوړوزدکړو، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د هوایي چلند، د افغانستان بانک، امنیتي سکتورونو مشران او ملي سوداګرو استازي مل دي.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت لومړي وزیر مرستیال ازبکستان ته سفر کوي.
دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د تلې پر ۱۵ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې د دواړو هېوادونو پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.