Connect with us

تازه خبرونه

د ا.ا.ا او ترکمن چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي پرون د ترکمنستان په بلنه عشق آباد ته سفر کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ یاد پلاوي د ترکمنستان د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر راشد مرادوف او نورو چارواکو سره کتلي دي.

سرچینې دغه راز په ډاګه کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دي.

دغه راز په دې سفر کې پر امنیتي همکاریو، د ټاپي پروژې ژر پیل، د سوداګرۍ او خصوصي سکتور پراختیا، د مرمر ډبرو استخراج خبرې شوي دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې د تازه او وچې میوې او نورو اجناسو د صادراتو پر زیاتوالي او په ځانګړي ډول د آقینې او تورغونډۍ په بندرونو کې د رېل پټلۍ د پروژو بشپړېدو هوکړې رامنځته شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې چارواکو په افغانستان کې د لمریزې او بادي برښنا پر پروژو د پانګونې پر امکاناتو هم خبرې کړې دي.

دغه راز هوکړه وشوه، چې افغانستان به د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټ د مرکز په توګه کارول کېږي او طبیعي ګاز، معدنیات، خوراکي او نور سوداګریز توکي به د دغه هېواد له لارې لېږدول کېږي.

د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وشوه، چې تخنیکي ټیمونه به د جنورۍ پر ۲۲ په کابل کې سره وګوري او د برښنا د وارداتو د زیاتولو، د ټاپي او د اورګاډي د لیکو د غزولو کار به د نوي لمریز کال (مارچ میاشتې په وروستیو کې) پیل شي.

دغه راز په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله بند پاتې لسګونه محصلینو په اغړه ژمنه شوې، چې د مارچ له پیله به په تدریجي توګه ترکمنستان ته د ستنېدو اجازه ورکړ شي.

ترکمنستان هم ژمنه کړې، چې افغان محصلینو ته به د تېلو او ګازو، ریل پټلۍ او په نورو تخنیکي برخو کې بورسونه ورکړ شي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!