تازه خبرونه

د ا.ا او م.م استازیو زیانمنو افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د لومړي وزیر دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د شنبې پر ورځ سهار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي له مرستیال فران اکوزا او مل پلاوي سره وکتل.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، انعام الله سمنګاني ویلي، په دې غونډه کې د بشري مرستو پر همغږۍ خبرې شوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي په ډاګه کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې مرستې رڼې او په سمه توګه خلکو ته ورسول شي او د غوره همغږۍ لپاره پلان وزارت داسې کړنلاره جوړه کړې، چې مرستې رڼې او له تبعیض پرته ووېشل شي.

په دې کتنه کې مولوي حنفي ډاډ څرګند کړی، چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو امنیت به خوندي کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت اړ دی، چې د بشري مرستو د ښه رسولو او د نړیوالو مرستندویه موسسو د کارکوونکیو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره ټول اړین شرایط برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام څرګنده کړې؛ د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version