سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو

رویټرز خبري آژانس د ایراني سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې، چې ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ په ختیځ آذربایجان ولایت کې د چورلکې د لټون پر مهال د هغې د پاتې شونو له موندلو وروسته ویلي، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
دغه لوړپوړي ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او په چورلکه کې سپاره ټولې نورې سپرلۍ مړې شوې دي.
د ایران مهر خبري آژانس د چورلکې د سپرلۍ د مړینې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د چورلکې ټول مسافر د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون مړه شوي دي.
یوه ایراني چارواکي له دې مخکې رویټرز خبري آژانس ته ویلي وه، چې د یکشنبې پر ورځ د رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان لېږدوونکې چورلکه پوره سوځېدلې ده.
دولتي ټلویزیون له سایټ څخه د اخیستل شویو انځورونو له مخې څرګنده کړې، چې الوتکه د غره پر څوکه لګېدلې او راغورځېدلې ده. که څه هم د راغورځیدو د علت په اړه رسمي څه ندي ویل شوي.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ویلي، رییسي د امریکا په بیل ۲۱۲ چورلکه کې الوتنه کوله.
۶۳ کلن رئیسي په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د واک د ترلاسه کولو راپدیخوا یې د اخلاقي قوانینو د سختولو امر کړی، د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې یې د خونړیو لاریونونو څارنه کړې او د نړۍ له قدرتونو سره یې په اتومي خبرو کې خپل سخت دریځ وړاندې کړی دی.
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنهيي، چې د ایران د بهرنۍ تګلارې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ خبره کوي؛ له دې مخکې ایرانیانو ته ډاډ ورکړی، چې د دولت په چارو کې به هیڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کیږي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ایران کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو پر سر اختلافونه ډېر شوي دي. د ایران مذهبي واکمن د تهران د جنجالي اټومي پروګرام او په اوکراین کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د ژورو پوځي اړیکو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخ دي.
رییسي د یکشنبې پر ورځ د آذربایجان په پوله کې د قز-قالاسي بند د یوې ګډې پروژې د پرانستلو لپاره تللی و، چې له الوتنې وروسته له غبارونو څخه په ډاکه سیمه کې چورلکه ورکه شوه او نن سهار یې پاتې شوني وموندل شول.