تازه خبرونه
د ایران سفارت د افغانستان په تړاو د تهران د جوړیدونکې ناستې اجنډا په ډاګه کړه

په کابل کې د ایران سفیر آریانانیوز ته ویلي، چې د روانې اوونۍ د چارشنبې په ناسته کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو او ټولمنلي حکومت په اړه خبرې وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له آریانا نیوز سره په مرکه کې ندي ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ناستې ګډونوال به د افغانستان خلکوته د بشري مرستو د استولو او همداراز د اوږدمهاله او پراختیايي پروژو په اړه هم خبرې وکړي.
هغه وایي: تر یوه حده باید د افغانستان د خلکو لپاره د ژوندانه ښه شرایط برابر شي؛ نه یوازې د افغانستان له خلکو سره مرستې اړینې دي، بلکې اوږدمهاله او پراختیايي پروژې همه یو له هغو مسایلو دي، چې کولی شي د افغانستان د خلکو لپاره ښه شرایط برابر او په دې توګه خپله خپلواکي او آزادي وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ د تهران په ناسته کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د چین د بهرنیو چارو وزیر به په مجازي توګه په یاده ناسته کې ونډه ولري؛ خو تر اوسه په دغه ناسته کې د روسیې ګډون تائید شوی ندی.
ایران ندي ویلي، چې آیا اسلامي امارت یې هم یادې ناستې ته بللی کنه؛ خو د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې په یاده ناسته کې ګډون نکوي.
امینیان حرګندوي؛ په تېرو څو لسیزو کې د دغه هېواد حاکمانو د خپلواکۍ، عزت او امنیت په تړاو خپل لازم مسوولیتونه ندي پوره کړي. هیله من یم، چې د افغانستان اوسني چارواکي دغه مسوولیت درک او د خپلو خلکو ستونزې حل کړي.
که څه هم د پخواني حکومت چارواکو به تل پر ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تور پورې کاوه؛ خو اوس په کابل کې د ایران سفیر د پخواني حکومت پر چارواکو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د افغانستان د خلکو ستونزې حل او خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
چین غواړي د افغانستان په کرنیز سکټور کې پانګونه وکړي- کرنې وزارت