تازه خبرونه

د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

هغه دا هم ویلي، چې ګاونډ هېوادونه لکه افغانستان او پاکستان د ایران سرحدي ولایتونو لپاره لوی فرصتونه برابروي.

Published

on

د ولسمشر مرستیال محمد رضا عارف د سرحدي ولایتونو او ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده. 

هغه دا هم ویلي، چې ګاونډ هېوادونه لکه افغانستان او پاکستان د ایران سرحدي ولایتونو لپاره لوی فرصتونه برابروي.

محمد رضا عارف له ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې د سرحدي سیمو د واليانو پر هڅو ټینګار وکړ او وایي، چې تهران د اقتصاد او ملي پرمختګ په اړه د خپلو ولایتونو په سوداګریزو اړیکو کې خپل حیثیت روښانه کړی دی.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ دفتر عمومي رییس محمد رضا نظري په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له عمومي رییس شفیع اعظم سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي؛ ایران هڅه کوي، چې له افغانستان سره په سوداګریزو معاملو کې مهم رول ولوبوي او له افغانستان سره د ایران د اقتصادي پراختیا زیاتوالی په بېلابېلو اړخونو کې اړین دی.

ایران د افغانستان یو له اړینو اقتصادي شریکانو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اوسمهال څلور میلیارډ ډالرو ته لوړې شوې، چې ۵۵ میلیون ډالر یې صادرات او ۳.۳۱۱ میلیارډ ډالر واردات دي.

Trending

Exit mobile version