Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي راغورځېدلې چورلکه وموندل شوه – د ایران سره صلیب اداره

خپور شوی

د

د ایران د سره صلیب ادارې مشر خبر ورکړی، چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي چورلکه وموندل شوه.

د دې نړیوالې ادراې مشر پیرحسین کولیونډ ویلي؛ چورلکه موندل شوی. مونږ اوس د چورلکې پر لوري روان یوو؛ خو وضعیت ښه ندی.

نوموړي په دې اړه نور چزئیات ندي ورکړي.

د ایرنا رسمي خبري آژانس د کولیونډ له قوله ویلي، چې د پېښې ځای ته د ژغورنې او لټون ۷۲ ډلې رسیدلي؛ خو د ولسمشر او ورسره مل کسانو د مرګ او ژوبلې په اړه تر دې دمهڅه ویل شوي ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په سیمې کې له اورښت او غبار سره - سره د یکشنبې له ورځې زاپدیخوا د ژغورنې او لټون هلې ځلې روانې ساتل شوې دي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم ویلي، چې د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل پلاوي چورلکه موندل شوې؛ خو د مسافرو ژوندي پاتې کیدو نښې نه‌لیدل کیږي.

د ایران د پوځ لوی درستیز امر کړی، چې د پوځ او سپاه پاسداران له ټولو منابعو دې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې کار واخیستل شي.

دولتي رسنیو د سیمه‌ییزو ځواکونو د یوه قومندان له قوله ویلي؛ مونږ د پېښې د عمومي سیمې هر انچ په بشپړه توګه لټوو. سیمه ډېره سړه، باراني او له غباره ډکه ده او باران ورو ورو پر واورو بدلیږي.

یو شمېر هېوادونو د ژغورنې په هڅو کې د مرستې وړاندیزونه کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته د الوتکې د نسکورېدو په اړه معلومات ورکړ شوي دي.

چین ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

اروپايي ټولنې د بېړنۍ سپوږمکۍ نقشه کولو ټکنالوژۍ وړاندیز کړی.

رییسي د یکشنبې پر ورځ د آذربایجان پولې ته د قیز-قالاسي بند د یوې ګډې پروژې د پرانستلو لپاره تللی و.

د آذربایجان ولسمشر الهام علی‌یوف، چې د ورځې په پیل کې له رییسي سره له ملګرتیا ډکه مخه ښه وکړه؛ د ژغورنې په برخه کې د مرستې وړاندیز وکړ.

۶۳ کلن رییسي په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او واک ته له رسېدو راپدیخوا یې د اخلاقي قوانینو د سختولو امر کړی، د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې یې د خونړیو لاریونونو څارنه کړې او د نړۍ له قدرتونو سره یې په اتومي خبرو کې خپل ټینګار څرګند کړی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ایران کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو پر سر اختلافونه ډېر شوي دي. د ایران مذهبي واکمن د تهران د جنجالي اټومي پروګرام او په اوکراین کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د ژورو پوځي اړیکو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخ دي.

سیمه ییز خبرونه

په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د نیولو امر وشو

دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زده‌کوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ‌شمېر نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړی، چې د تېر کال په پیل کې د تاوتریخجنو لاریونونو د ډله‌ییزو وژنو له کبله تورنه پېژندل شوې ده.

دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زده‌کوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ‌شمېر نور ټپیان شوي دي.

شیخ حسینه له دې تاوتریخوالي وروسته هند ته وتښتېده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د بنو د پوليسو په مرکزي دفتر کې ۳ پاکستاني پوليس ووژل شول

هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامپالو جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر برید وکړ؛ درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د ولايت امنيه قومندان اختر حيات رويټرز خبري سرچینې ته ويلي؛ وسلوالو د بنو د امنيه قومندانۍ او د استوګنې پر يوه کمپلکس برید د پېنځه ځانمرګو بريد کوونکي پر وژلو پای ته رسېدلی دی.

هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.

د راپور له مخې؛ پېښه د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې د شمالي وزیرستان له ناکراره قبایلي سیمې سره د پاکستان او افغانستان پر پوله پرته ده، ګې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه شاوخوا ۳۵۰ کیلومټره لرې ده.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یوه ویاند د دغه برید مسوولیت منلی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

اسرائیل ښايي د ایران پر یوشمېر بنسټونو برید وکړي

راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.

Published

on

د ان‌بي‌سي ټلویزیوني څانګې د شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې اسرائیل به د ایران د وروستي برید په ځواب کې د دې هېواد ځینې پوځي او د انرژۍ بېخبناوې تر بریدونو لاندې راولي.

راپور د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، چې نومونه یې ندي اخیستل شوي لیکلي، داسې نښې نشته، چې اسرائیل دې اټومي ودانۍ پر نښه یا دې د افرادو پر ضد وژونکي عملیات ترسره کړي.

راپور زیاته کړې؛ اسرائیلو هم وروستۍ پرېکړه نده کړې، چې کله او څنګه ځواب ورکړي.

د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو غبرګون ښايي د یوم کیپور د رخصتیو پر مهال هم ترسره شي.

اسرائیلو تل ویلي؛ د ایران د هغو توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي، چې په لبنان او غزې د اسرائیلو پر لریدونو د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه مشورې اوسهم روانې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!