سیمه ییز خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د دوهیم پړاو خبرو اترو مخکې مسکو ته سفر کوي
عباس عراقچي له دې مخکې د شنبې پر ورځ په عمان کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له استازي سټیو ویټکوف سره خبرې اترې کړي، چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې غیر مستقیمې خبرې اترې ګڼل کېدی شي.
ټاکل شوې، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به روانه اوونۍ روسیې ته په سفر کې د کریملین له چارواکو سره د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو اترو د دوهیم پړاو په اړه خبرې وکړي.
عباس عراقچي له دې مخکې د شنبې پر ورځ په عمان کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له استازي سټیو ویټکوف سره خبرې اترې کړي، چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې غیر مستقیمې خبرې اترې ګڼل کېدی شي.
په دې وروستیو اوونیو کې روسیې او چین، چې د ایران نږدې متحدین او د ۲۰۱۵ کال د تړون اړخونه دي؛ له تهران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د دوشنبې پر ورځ تائید کړه، چې عراقچي به مسکو ته ولاړ شي او څرګندوي، چې دا سفر له دې مخکې پلان شوی و.
ایسنا د نوموړي د څرګندونو له مخې ویلي: “د هغه پلان پر بنسټ، چې پخوا ترسره شوی؛ د بهرنیو چارو وزیر به د روانې اوونۍ په پای کې روسیې ته سفر وکړي، چې د دې سفر په لړ کې به د مسقط د وروستیو بدلونونو په ګډون پر بېلابېلو مسلو خبرې وشي.”
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم ویلي؛ ټاکل شوې، چې عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف او نورو روسي چارواکو سره وګوري.
ایران او امریکا د شنبې د ورځې خبرې اترې “رغنده” یادې کړې دي؛ مسکو هم د ایران او امریکا ترمنځ له خبرو اترو هرکلی وکړ او تر منځ یې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار څرګند کړی؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې هر ډول پوځي شخړه به د “نړیوال ناورین” لامل شي.
ټاکل شوې، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو بل پړاو د شنبې پر ورځ د وري دېرشمه / د اپریل پر نولسمه ترسره شي.
که څه هم ایران اوس هم د خبرو اترو لپاره نوی ځای ندی تائید کړی؛ خو د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني وايي، چې روم د خبرو اترو د کوربتوب غوښتنې ته “مثبت ځواب” ورکړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر سهار د خپل مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې ساده ویلي: “د خبرو اترو راتلونکی پړاو به شاید له عمان پرته بل ځای وي.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو یوازنۍ تمرکز به “اټومي مسله او د بندیزونو لرې کول” وي او ایران به “له امریکا سره پر بلې هیڅ مسله خبرې اترې ونکړي.”
هغه په دې ناسته کې له امریکایي چارواکو هم وغوښتل، چې “په خپلو دریځونو کې تناقض حل کړي”.
د ایسنا د څرګندونو له مخې؛ هغه د تهران په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته په نغوته (اشاره) کې وویل، چې “ایران باید ډېر ډېر ټیکګار وښيي. “
هغه وایي: “دا متضاد دریځونه دي، چې د بېلابېلو امریکایي چارواکو لخوا وړاندې کیږي او دوی باید دا تناقض حل کړي.”
بقايي د غیر مستقیمو خبرو اترو د ترسره کولو د دلیل په اړه ویلي: “د مستقیمو خبرو اترو د نه ترسره کیدو دلیل دا دی، چې اغېزمنې او ګټورې ندي … که غواړو، چې خبرې اترې اغېزمنې وي او که د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه ټینګار غواړو؛ باید داسې لار غوره کړو، چې اغېزمنتیا یې د ډاډ وړ وي… په داسې حالت کې مستقیمې خبرې اترې، چې یو اړخ پر استبدادي چلند ټینګار کوي، ګواښونکې ژبه کاروي او له زور څخه کار اخلي نه ګټورې دي او نه هم د ایران اسلامي جمهوریت ته د منلو دي او نه هم پایلې ته رسیدلی شي… مونږ به لږ تر لږه د خبرو لپاره خپله غوره شوې لار وکاروو، چې غوره کړې مو ده.”
له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ ناوخته ایرنا خبري سرچینې د اسلامي مشورتي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون مرستیال سید محمود نبویان د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې د ایران د توغندیو وړتیاوې په خبرو اترو کې د هېواد له “سرو کرښو” څخه دي.