تازه خبرونه

د ایران او پاکستان په پوله کې د افغانانو د وژنې راپورونه څېړل کیږي – ذبیح الله مجاهد

د افغان مهاجرو د وژنې په اړه د بشري حقونو بنسټ حالوش څرګنده کړې، چې د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې پر افغان مهاجرینو، چې غوښتل یې هېواد ته داخل شي ډزې کړي او په لسګونه کسان یې وژلي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ويلي، د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه د خپرو شویو راپورونه څېړنه پیل شوې ده.

ذبيح الله مجاهد وايي: دا، چې د پېښې ځاى له هېواده بهر دى؛ نو تر اوسه يې په اړه کره معلومات تر لاسه شوي ندي.

مجاهد زیاته کړې؛ د دې موضوع له روښانه کېدو وروسته به پدې اړه لازمه پرېکړه وشي.

دغه راز ایراني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه کړه معلومات وړاندي ندي.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان مهاجرینو د وژلو او ویشتلو ادعا رښتیا نده.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې دا خبر رد کړی دی.

قُمي زیاته کړې: د باوري سرچینو څارنه او پایلې ښیي، چې د سراوان د کلګان په پوله کې د لسګونه غیر قانوني وګړو د وژل کیدو خبرونه حقیقت نلري.

هغه دا هم ویلي، چې د غیر قانوني مهاجرینو د ننوتلو مخنیوی د ایران د سرحدي ځواکونو دنده ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ايران د افغان کډوالو بېرته راستنېدو ته ژمن دى او په دې برخه کې له نړيوالو تړونونو سره سم عمل کوي.

د افغان مهاجرو د وژنې په اړه د بشري حقونو بنسټ حالوش څرګنده کړې، چې د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې پر افغان مهاجرینو، چې غوښتل یې هېواد ته داخل شي ډزې کړي او په لسګونه کسان یې وژلي دي.

حالوش د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې څلیریشتمه ) د ویډیوګانو او انځورونو او عیني شاهدانو د ادعاوو له مخې راپور ورکړی، چې له ۳۰۰ افغان کډوالو څخه ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې د ايران کلګان سيمه د پاکستان له سيستان او بلوچستان ايالت سره ګډه پوله لري.

Trending

Exit mobile version