نړۍ

د ایتالیا په ساحلي اوبو کې ۴۱ کډوال مړه شول

Published

on

خبري سرچینو د چارشنبې پر ورځ (د زمري ۱۸ ) خبر ورکړ، چې د ایتالیا په لامپیدوسا ټاپو کې ۴۱ مهاجر مړه شوي دي.

بهرنیو رسنیو له دغې پېښې د ژوندي پاتې شویو کسانو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د لامپیدوسا ټاپو ته څېرمه د کښتۍ په ډوبېدو کې ۴۱ کډوال مړه شوي دي. دا کښتۍ په تېرو څو ورځو کې د تونس له «سفاکس» سیمې څخه را‌خوځېدلې وه؛ خو له څو ساعتونو وروسته ډوبه شوه.

ژغورل شويو؛ درې نرینه‌وو او یوې ښځې، چې د عاج ساحل او ګینې استوګن دي وایي: دوی یوې باري کښتۍ ژغورلي او بیا د ایتالیا د ساحلي کښتۍ ساتونکیو ته ولېږدول شول.

د ایتالیا ساحلي ګارد د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې په کښتۍ کې ۳۰ مهاجر ورک دي.

د تونس چارواکو هم د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې له سفاکس سره نږدې د یوې کښتۍ له ډوبېدو څخه ۱۱ مړي موندل شوي او ۴۴ نور مهاجر ورک دي.

د ایتالیا د کورنیو چارو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې؛ سږ کال ۹۳ زره ۷۰۰ کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته رادننه شوي دي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۲ ز.کال په همدې موده کې دا شمېر ۴۴۷۰۰ و.

ايتاليا له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د ناقانونه کډوالۍ د کړکیچ په حل کې ورسره مرسته وکړي او د مديترانې په سمندرګي کې يې د سمندري ماموريت د جوړولو او په شمالي افريقا کې د وضعيت د ثبات لپاره د فعالې مرستې غوښتنه کړې ده.

د مارچ په میاشت کې د ایتالیا لومړي وزیر جورجیا ملوني په اروپایي اتحادیه کې د خپل هېواد پر متحدینو نیوکه وکړه او څرګندوي: ایتالیا د مدیترانې په بحر کې د مهاجرو د ژغورلو لپاره یوازې پاتې شوې ده.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ۹۴ کډوال هغه مهال ډوب او مړه شول، چې د ترکیې یوه لرګینه کښتۍ د ایتالیا د سویل کوترو په سواحلو کې ډوبه شوه، چې په مدیترانه کې د کښتیو د ډوبېدو یوه تر ټولو بده پېښه وه.

Trending

Exit mobile version