نړۍ
د اکواډورهېواد په زندان کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: )
د راپورونو له مخې؛ د اکواډور هېواد په یوه زندان کې د دوه سیالو ډلو ترمنځ له نښتې ۱۱۶ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي؛ په زندان کې د دوه سیالو مافیایي ډلو غړي بندیان ول، چې ترمنځ یې جګړه رامنځته شوې او پر یادې مرګ و ژوبلې سربېره د شپږ کسان سرونه هم پرې شوې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې زندان ته تازه دمي سرتېري رسېدلي؛ نښتې پای ته رسېدلي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د دغه هېواد ولسمشر پر پېښه خواشینې ښودلې او تر نامعلومې نېټې یې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د اکواډور د زندان چارواکو په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې بندیانو په دې نښته کې چړې، وسلې او لاسي بمونه کارولي دي.
که څه هم د دغه هېواد په زندانونو کې دا لومړۍ نښته نده؛ خو بې سارې نومول شوې ده.