نړۍ
د اکوادور د مانتا ښار ښاروال په یو وسلوال برید کې ووژل شو

رویترز د سیمهییزو اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د اکوادور د آرام اقیانوس د بندري ښار مانتا ښاروال اګستین اینتریاګو په یوه ناځوانه وسلوال برید کې، چې سیاسي جوړښتونه یې حیران کړل؛ ووژل شو.
پولیسو ویلي، چې ۳۸ کلن اینتریاګو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یو ځل بیا د مانتا ښاروال په توګه ټاکل شوی و. نوموړی د برید په وخت کې د ښار له عامه کارونو لیدنه کوله.
د سیمهییزو پولیسو قومندان ایدوین نوګویرا خبریالانو ته ویلي، چې یو وسلهوال له غلا شوې لارۍ راووت او پر اینتریاګو یې ډزې وکړې؛ لهده سره یوه ښځه هم ولګېده او دواړو له ټپونو سا ورکړه.
له ښاروال سره د امنیتي ساتونکیو په ډزو کې د موټر چلوونکی ټپي شو، چې اوس په روغتون کې د درملنې پرمهال د پولیسو تر څارنې لاندې دی.
ایدوین نوګویرا دا هم ویلي، چې دا سړی د وینزویلا وګړی دی، چې پخوا یې کومه جرمي کړنه نه درلوده.
پولیسو ویليزیاته کړې، چې افسرانو په لارۍ کې دننه لاسي بم او یو توپک موندلي دي.
دا سمدلاسه روښانه نده، چې پر ښاروال د برید انګېزه څه وه؛ خو پولیسو ویلي، چې هغه له جزئیاتو پرته چارواکو ته د ګواښونو راپور ورکړی و.
د رویترز د راپور له مخې: مانتا، چې له ۲۰۰ زره څخه د ډېرو وګړيو لرونکی ښار دی؛ خلک یې تل واک ته د رسېدو لپاره د مخدره توکو د قاچاقګرو د خپلمنځي ډلو ښکار شوي دي. په داسې حال کې، چې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له کبله پراخ عامو جرمونو د دې هېواد امنیت ګواښلی دی.
د دې هېواد ولسمشر ګیلرمو لاسو په یوه تویتري څرګندونه کې د اینتریاګو پر وژنه خپله خواشیني څرګنده کړې او پهډاګه کوي؛ چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې وژونکی عدالت ته راکاږي.
پخواني ولسمشر رافیل کوریا هم خپله تویتري خواشینۍ څرګنده کړې او په ډاګه کوي: زه باور نشم کولی، چې دا پېښه دې رامنځته شوې وي.
د روان کال د می په میاشت کې وسلهوالو د دوران ښار پر ښاروال ډزې کړې وې، چې د رسنیو د څرګندونو له مخې؛ نوموړی له دې بریده روغ وتلی، خو یو پولیس وژل شوی و او څو نور کسان ټپیان ول.
اګستین اینتریاګو په مانتا ښار کې له یوه ځايي سیاسي ګوند سره هم تړاو درلود.
له دې پېښې مخکې چارواکو ویلي وه، چې تېره اوونۍ د اکوادور په زندانونو کې له ډلهییز تاوتریخوالي شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
اکوادور د جنوبي امریکا شمال لویدیځ جمهوري هېواد دی؛ پلازمېنه یې کیتو او تر ټولو لوی ښار یې ګوایاکیول دی.