نړۍ

د اوکراین په جګړه کې د روسیې او شمالي کوریا پوځي همکارۍ امریکا اندېښمنه کړه

زیلینسکي د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې غونډې ته د وینا پر مهال شمالي کوریا او ایران تورن کړل، چې روسیې ته د وسلو پر استولو د اوکراین له جګړې ملاتړ کوي. دا داسې تورونه دي، چې دواړو هېوادونو رد کړي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

سپینې ماڼۍ د کیف د ادعاوو له مخې د اوکراین په جګړه کې د روسیې پوځ ته د شمالي کوریا د پوځیانو د استولو په اړه د غبرګون ترڅنګ اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوټ د سې‌شنبې پر ورځ ( د تلې څلیریشتمه ) ویلي، چې په دې اړه د راپورونو خپرېدو امریکا اندېښمنه کړې او که دا ادعاوې رښتیا هم وي؛ د روسیې او کوریا ترمنځ په دفاعي همکارۍ کې د پام وړ زیاتوالی ښیي.

ساوټ زیاته کړې: دا ډول کړنې د روسیې د ناهیلۍ نوې کچه ښیي؛ ځکه، چې د اوکراین پر وړاندې په وحشیانه جګړه کې یې درانده زیانونه لیدلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې پر شپه ادعا وکړه، چې شمالي کوریا د مسکو د پوځ د ملاتړ لپاره روسیې ته پوځیان استولي دي.

زیلینسکي وایي: مونږ د روسیې او شمالي کوریا د رژیمونو ترمنځ د یووالي د زیاتوالي شاهدان یوو. دا یووالی اوس نه یوازې د وسلو لیږلو په اړه دی، بلکې له شمالي کوریا څخه نیواکګرو ته سرتېري هم  لیږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ د اوکراین استخباراتي ادارو هغه ته په جګړه کې د شمالي کوریا د ګډون په اړه راپورونه ورکړي دي.

روسیې دغه څرګندونې رد کړي او دا یې “جعلي خبرونه” یاد کړي دي.

له دې مخکې اوکرایني رسنیو ویلي وه، چې د اوکټوبر پر درېیمه دونیڅک ته څېرمه د روسیې پر پوستو د اوکراین د راکټي بریدونو د لګېدو له کبله د شمالي کوریا د پوځ شپږ افسران وژل شوي وه.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر کیم یونګ هیون تېره سې‌شنبه د دغه هېواد پارلمان ته ویلي وه، چې د اوکراین د رسنیو راپورونه رښتیا دي.

زیلینسکي د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې غونډې ته د وینا پر مهال شمالي کوریا او ایران تورن کړل، چې روسیې ته د وسلو پر استولو د اوکراین له جګړې ملاتړ کوي. دا داسې تورونه دي، چې دواړو هېوادونو رد کړي دي.

د شمالي کوریا د مشر خور او د دغه هېواد د کارګر ګوند د تبلیغاتو او اطلاعاتو د څانګې مرستیالې کیم یو جونګ دا خبرې د اوکراین د ولسمشر د هغې ادعا په ځواب کې کړي، چې پیونګ یانګ یې د روسیې ملګری بللی. هغې ویلي؛ دا ادعاوې بې بنسټه سیاسي تورونه دي.

هغې زیاته کړې: نړۍ د زیلینسکي له چلونو او اپلتو ستړې شوې ده او دا به غوره وي، چې په نړۍ کې د سولې د ساتلو لپاره له ځواکه ځان ګوښه کړي.

Trending

Exit mobile version