نړۍ
د اوکراین د یوې چورلکې د راغورزېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ۱۶ کسان مړه شوي

(Last Updated On: )
رویترز د اوکراین د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر ورځ د کییف ښار د بیروای په اړوند سیمه کې د لوړپوړیو چارواکو یوه چورلکې راغورزېدلې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر، مرستیال او د وزارت د نورو لوړپوړیو چارواکو په ګډون شپاړس کسان مړه شوي دي.
د کیف والي د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې یوه چورلکه د استوګنې یوې ودانۍ ته نږدې راغورزېدلې ده.
چارواکو ویلي، په مړو شویو کې دوه ماشومان هم شته او ۱۰ نور یې په روغتون کې بستر دي.