تازه خبرونه
د اوکراین د کړکېچ له کبله افغانستان مه هېروئ – د ژغورنې نړیواله کمېټه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) له نړۍ غوښتي، چې د اوکراین د کړکېچ له کبله باید افغانستان دې هیر نشي.
دغې کمېټې د جمعې پر ورځ ویلي، چې نړیواله ټولنه باید دا مهال په افغانستان کې د لوږې مخه ونیسي.
دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د نړۍ پام د اوکراین کړکېچ ته اوښتی دی.
ټاکل شوې، چې د تمویلوونکیو هېوادونو له کنفرانسه، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړ شي. د ژغورنې نړیواله کمېټه به په کې د افغانستان د اقتصادي بحران د کمولو لپاره د بشري مرستو د زیاتوالي او د پالیسۍ د بدلون غوښتنه وکړي.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مرستیالې آمانډا کاټانزانو د نړیوال بانک له وروستۍ هڅې هرکلی وکړ، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره یې شاوخوا یو میلیارډ ډالر ځانګړي کړي دي.
آمانډا کاټانزانو هم پر افغانستان د یو شمېر بندیزونو له لرې کولو په اړه د امریکا له وروستۍ هڅې هرکلی وکړ.
هغې په دې اړه ویلي؛ مونږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې همدا لار غوره کړي- دا خوشالوونکي سیاسي حرکتونه باید پیل وي، نه پای. د افغانانو لپاره له شپږ میاشتو ناڅرګندتیا وروسته، دا پرېکړې یو حیاتي ګام او د هغه حقیقت د پېژندنې استازیتوب کوي، چې افغانان د لنډ مهاله بېړنیو مرستو ډېر اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري. د ژغورنې نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې ۳۰۰۰ کارکوونکي لري. زموږ کارمندان ویني، چې د هرې ورځې له تېریدو سره د عادي افغانانو لپاره وضعیت خرابیږي.
دغې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو لپاره باید بودجه درې برابره زیاته شي.
د دغې کمېټې د څرګندونو له مخې؛ بنسټیز لومړیتوب باید په افغانستان کې د اقتصادي بحران په مخنیوي کې د ګډون لپاره د یوې لارې د رامنځټه کولو طرحه ده، چې په کې د مرکزي بانک له تخنیکي وړتیاوو د ملاتړ پلان او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون لپاره د لارې نقشه ده، چې افغانان له ستونزو سره مخ نشي.