Connect with us

سوداگري

د اووه سوه میلیون ډالرو پر ارزښت جلغوزي قاچاق شوي

خپور شوی

د

د افغانستان د جلغوزیو د تولید پروسس کوونکیو د ټولنې غړيو ویلي؛ په روان کال کې له افغانستان څخه د اووه سوه میلیو ن ډالرو پر ارزښت جلغوزي قاچاق شوي دي.

د افغانستان د جلغوزیو د پروسس او تولید ټولنې غړي وایي، چې له افغان سوداګرو سره د حکومت او نړیوالو سوداګرو د همکاری د نشتون له کبله د جلغوزیو صادروونکي هغې موخې ته اوس هم ندې رسیدلې، چې باید یې صادرات تر سره کړي وای.

 د خصوصی سکتور غړي وایی، له هېواد قا چاق شوي جلغوزي د ګاوند هېوادونو په نامه نړیوالو مارکیټونو ته صادر شوي دي.

 دوی د افغانستان  له اسلامی امارت  غوښتنه کوي، چې د جلغوزیو صادراتو د پراختیا لپاره دې د قاچاق د مخنیوي تدابیر پراخ  کړي.

د افغانستان د جلغوزیو د پروسس فابریکو ټولنې مشر محبوب الله ګردیزي ویلي: زمونږ د هېواد نږ دې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزشت جلغوزی قاچاق شول او نور هېوادونه یې پخپل نامه صادروی. باید زمونږ تولیدات زمونږ پخپل نامه صادر شوی وای. مونږ ته دا زیان اړوی دا مو د هېواد اقتصاد ته تاوان دی.

د افغانستان د کرنې  او مالدارۍ  خونې مسوولین وایی،  چې  چین  ته  د جلغوزیو د صادراتو نږدې  یوه میاشت وشوه؛ خو تر اوسه  د دې صادراتو کچه نږدې زر ټنو ته رسیدلې او صادرونکي د صادراتو له ستونزې سره مخ دي.

د کرنې اومالداری خونې مرستیال میرویس حاجی زاده وایي: مونږ صادرات  کړي؛ خو کم دې. مونږ  کارګو نه لرو. تر اوسه مونږ زر ټنه جلغوزي صادر کړي؛ کرایې دې کمې کړي. امارت باید دې ستونزو ته لاسرسی ومومي.

د اقتصادی چارو کارپوهان له اسلامی امارت غوښتنه کوی، چې د جلغوزیو صادراتو لپاره باید آسانتیاوې زیاتې کړي، چې افغان سوداګر پخپله د افغانستان پر نامه د جلغوزیو صادرات وکړي.  

سوداگري

ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سې‌شنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو  ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ

Published

on

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ ​​میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

Published

on

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرله‌‌پسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!