لوبی

د اولمپیک د نرینه‌وو درې ګونې لوبې د سن سیند د ککړتیا له کبله ترسره نشوې

ټاکل شوې وه، چې په سن سیند کې د سې‌شنبې پر ورځ د نرینه‌وو او د چارشنبې پر ورځ د ښځینه‌وو درې ګونې سیالۍ ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاریس اولمپیک درې ګونې لوبې په سین کې د اوبو د خراب کیفیت له کبله په پرله‌پسې توګه د دوه‌یمې ورځې لپاره وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه، چې په سن سیند کې د سې‌شنبې پر ورځ د نرینه‌وو او د چارشنبې پر ورځ د ښځینه‌وو درې ګونې سیالۍ ترسره شي.

د سیالۍ نشتوالي او د سین د ککړتیا سره – سره د سیالیو جوړوونکیو له مهال‌وېش سره سم د درې ګوونه لوبو پر ترسره کولو  ټینګار کړی دی.

د ښاروال مرستیال او د پاریس المپیک لوبو مسوول پیر رابادان فرانس -۲۴ ته ویلي؛ سره له دې، چې د المپیک تنظیموونکیو د دوشنبې پر ورځ د اوبو د ککړتیا له کبله په سن سیند کې د دوه‌یمې ورځ سیالۍ لغو کړې؛ خو هغه ډاډه دی، چې د سې‌شنبې پر ورځ به له پلان سره سمې ترسره شي.

یورونیوز لیکلي، چې په سن سیند کې درې ګونه سیالۍ د ککړتیا د شتون له کبله تر ګواښ لاندې دي او تل له اورښتونو وروسته وده کوي. لکه څنګه، چې د جمعې او شنبې پر ورځ د پرانیستې په مراسمو کې پیښه شوه.

د اولمپیک له لوبو څخه مخکې د سن سیند د پاکولو لپاره شاوخوا یو اعشاریه څلور میلیارډ یورو لګښت شوي دی.

د پاریس ښاروال آن هیډالګو او د فرانسې د سپورت وزیر آملی اوډا کاسټرا د روانې میاشتې په پیل کې د خلکو قانع کولو لپاره د سن سیند په اوبو کې ولامبل، چې سن ښار د ورزشکارانو لپاره پوره پاک دی.

که سن سیند چمتو نه‌وي؛ نو ویل کیږي، چې درې ګونې سیالۍ به دوه‌ګونې شي. په دې معنی، چې د درې ګونې سیالۍ لړبغاړي به یوازې په سایکل چلولو او منډو کولو کې برخه واخلي او د اوبو سپورټ به نه‌وي.

د لامبو ماراټن سیالیو په اړه هم ویل کیږي، چې ټاکل شوې دا سیالۍ د اګست پر اتمه او نهمه په سن سیند کې ترسره شي. که سن سیند ډېر ککړ وي؛ نو دا ماراټن سیالۍ به له پاریس څخه بهر په سمندري لوبغالو کې ترسره شي او شونې ده، چې د کښتۍ ِنلولو درې ګونې سیالۍ هم بالقوه هلته ولیږدول شي.

Trending

Exit mobile version